Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 22:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 هغوئ ته ووايه چې کله ستاسو د اولاد يو کس ناپاک وى او مقدسو نذرانو ته نزدې راځى کومې چې اِسرائيلو ما ته وقف کړې وى، هغه دې بيا هيڅکله په قربان‌ګاه کښې خِدمت ونۀ کړى. په راتلونکى ټولو وختونو کښې به په دې عمل کوئ. زۀ مالِک خُدائ يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 22:3
10 Iomraidhean Croise  

ما اِمامانو ته ووئيل، ”تاسو مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک ته وقف او مقدس شوى يئ او داسې هغه ټول سپين زر، سرۀ زر او لوښى هم ستاسو په شان مقدس دى کوم چې هغۀ ته د رضاکارانه نذرانو په توګه راوړلے شوى دى.


تۀ به ما ته ‎د ژوندون لارښودنه وکړې، د خپل حضور خوند به ما له راکړې، تا سره د تل ژوندون خوشحالى به ما له راکړې.


ما تۀ د خپل حضور نه مۀ شړه، خپل مقدس روح زما نه مۀ بوځه.


کۀ هر څوک د دې په شان خوشبوئى جوړه کړى يا يې څوک د يو اِمام نه بغېر په بل چا پورې ولګوى نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.“


”هارون او د هغۀ زامنو ته ووايه، تاسو زما د مقدس نوم سپکاوے مۀ کوئ، او د مقدسو نذرانو احترام کوئ کومې چې اِسرائيل ما ته وقف کوى. زۀ مالِک خُدائ يم.


هر څوک چې د مړى سره ولګى او خپل ځان پاک نۀ کړى نو هغه به ناپاک وى، ځکه چې په هغۀ باندې د پاکوالى اوبۀ نۀ دى شيندلے شوې. هغه د مالِک خُدائ د خېمې سپکاوے کوى او هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.


بيا به هغه هغوئ ته ووائى، څوک چې به د هغۀ ګس لاس ته وى، اے لعنتيانو، زما د سترګو نه اخوا شئ او هغه تل ابدى اور ته لاړ شئ چې د شېطان او د هغۀ د فرښتو دپاره تيار شوے دے.


هغوئ ته به د ابدى تباهۍ سزا مِلاو شى او د مالِک د حضور او د جلالى قدرت نه به هغوئ جدا شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan