23 د رضاکارانه نذرانې په توګه تاسو داسې ځناور پېش کولے شئ چې هغه لنډ وى يا کۀ هغه صحيح شکل نۀ لرى، خو دا به په منښته کښې قبلېدونکے نۀ وى.
ټولو بنى اِسرائيلو، نرانو او ښځو چې د چا زړۀ هم غوښتل مالِک خُدائ ته يې د هغه کار دپاره خپلې نذرانې راوړې چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم ورکړے وو.
داسې يو سړے هم دا نذرانه نۀ شى پېش کولے چې هغه په بدن کښې داسې عېب لرى لکه څوک چې ړوند، ګوډ، کوږ مخے يا معذُور وى،
مالِک خُدائ ته داسې ځناور مۀ پېش کوئ چې ړوند، ګوډ، يا ناسور شوے زخم په کښې وى، يا يې په څرمن کښې پمنوالے يا خارښت وى. داسې ځناور په قربانګاه باندې په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه مۀ پېش کوئ.
مالِک خُدائ ته داسې ځناور مۀ پېش کوئ چې په ټکولو، پرې کولو، زخمى کولو يا ويستلو په وجه خصى شوے وى. ستاسو په مُلک کښې به د دې قِسم نذرانو اجازت نۀ وى.
کله چې تاسو ړاندۀ څاروى د قربانۍ دپاره راولئ، آيا دا غلط کار نۀ دے؟ کله چې تاسو ګوډ يا بيمار څاروى قربانى کوئ، آيا دا غلط کار نۀ دے څۀ؟ کۀ تاسو دا کوشش وکړئ چې دا خپل حکمران ته پېش کړئ، آيا هغه به تاسو نه خوشحاله شى څۀ؟ آيا هغه به تاسو قبول کړى؟“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
خو کۀ په يو ځناور کښې څۀ عېب وى، کۀ هغه ګوډ وى، ړوند يا څۀ بل غټ نقص په کښې وى، نو تاسو به هغه مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته نۀ قربانى کوئ.
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته داسې يو څاروے يا ګډ هم مۀ قربانى کوئ چې څۀ عېب په کښې وى، مالِک خُدائ د دې کار نه نفرت کوى.