20 کۀ تاسو يو داسې ځناور پېش کوئ چې څۀ عېب په کښې وى، نو مالِک خُدائ به دا نۀ قبلوى.
”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، د وړومبۍ مياشتې په اوله ورځ تاسو به يو ځوان غوَيے چې بېعېبه وى واخلئ او مقدس ځائ به پاک کړئ.
کۀ هغه خپل څاروے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې د رمې نه يو نر څاروے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. هغه دې دا د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې حاضر کړى، نو مالِک خُدائ به دا قبول کړى.
مالِک خُدائ ته داسې ځناور مۀ پېش کوئ چې په ټکولو، پرې کولو، زخمى کولو يا ويستلو په وجه خصى شوے وى. ستاسو په مُلک کښې به د دې قِسم نذرانو اجازت نۀ وى.
په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه داسې ځناور مۀ پېش کوئ چې د يو پردى سړى نه اخستے شوے وى. داسې ځناور عېبژن ګڼلے شى او قبلېدونکى نۀ وى.
کله چې څوک خپل يو څاروے د سلامتۍ د نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې يو داسې غوَيے يا غوا وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.
کۀ چرې د رَمې نه د سلامتۍ د نذرانې په توګه څۀ پېش کولے شى، کۀ هغه نر وى يا ښځه، خو چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.
کله چې تاسو ړاندۀ څاروى د قربانۍ دپاره راولئ، آيا دا غلط کار نۀ دے؟ کله چې تاسو ګوډ يا بيمار څاروى قربانى کوئ، آيا دا غلط کار نۀ دے څۀ؟ کۀ تاسو دا کوشش وکړئ چې دا خپل حکمران ته پېش کړئ، آيا هغه به تاسو نه خوشحاله شى څۀ؟ آيا هغه به تاسو قبول کړى؟“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
”بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايئ، چې هغوئ تاسو له يوه سره غوا راولى چې لنګتون يې نۀ وى کړے او هيڅ عېب په کښې نۀ وى او يوې ورباندې هيڅکله هم نۀ وى شوې،
مالِک خُدائ ته يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ، د دې خوشبو په هغۀ باندې ښۀ لګى، يو سخے، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.
خو کۀ په يو ځناور کښې څۀ عېب وى، کۀ هغه ګوډ وى، ړوند يا څۀ بل غټ نقص په کښې وى، نو تاسو به هغه مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته نۀ قربانى کوئ.
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته داسې يو څاروے يا ګډ هم مۀ قربانى کوئ چې څۀ عېب په کښې وى، مالِک خُدائ د دې کار نه نفرت کوى.
نو د مسيح په وينه به لا نور څومره پاک شى، چا چې د ابدى روح په وسيله خپل ځان خُدائ پاک ته د بېعېبه قربانۍ په طور پېش کړو، چې هغه زمونږ ضمير شرارت اميز عملونو نه پاک کړى او چې مونږ د ژوندى خُدائ پاک عبادت وکړُو.
بلکې د مسيح قيمتى وينه وه. هم هغه لکه د روغ رمټ او بېداغه ګډُورى په شان قربان شو.