Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 22:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 دا ځناور به خامخا نر وى، ګډ يا چېلے چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى د دې دپاره چې دا نذرانه ستاسو نه قبوله شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 22:19
21 Iomraidhean Croise  

تاسو به يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے خوښ کړئ، خو دا دې خامخا د يو کال نر وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.


کۀ هغه کس د ګډو يا د چېلو د رَمې نه څۀ پېش کوى، نو هغه دې خامخا نر وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.


هر کله چې اِسرائيليان خپلې قربانۍ پېش کوى نو دا اصُول به ياد ساتى، چې کله يو کس د يو ځناور قربانى پېش کوى، نو هغه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره ګډ يا چېلے راولى.


کۀ هغه خپل څاروے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې د رمې نه يو نر څاروے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. هغه دې دا د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې حاضر کړى، نو مالِک خُدائ به دا قبول کړى.


داسې يو سړے هم دا نذرانه نۀ شى پېش کولے چې هغه په بدن کښې داسې عېب لرى لکه څوک چې ړوند، ګوډ، کوږ مخے يا معذُور وى،


کۀ يو کس د ګناه د نذرانې دپاره د ګډو نه څۀ راولى، نو هغه دې يوه ګډه وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.


پيلاطوس لا په تخت ناست وو چې د خپلې ښځې له طرفه ورته پېغام راغلو چې، ”دې بې‌ګناه سړى ته ګورے هيڅ ونۀ وائې ځکه چې بيګاه په ما په دې وجه په خوب کښې ډېر مصيبت تير شو.“


پيلاطوس پوهه شو چې زۀ هيڅ نۀ شم کولے او فساد جوړيږى، نو هغۀ اوبۀ راوخستلې، د ټولو خلقو په وړاندې يې خپل لاسونه ووينځل او وې وئيل چې، ”زما لاسونه دې د دې سړى د خُون نه پاک وى، د دۀ د خون ذمه وارى دې ستاسو په غاړه وى.“


هغۀ ووئيل، ”ما ګناه کړې ده چې يو بې‌ګناه سړى ته د مرګ سزا مِلاو شوې ده.“ خو هغوئ ووئيل چې، ”زمونږ پرې څۀ؟ تۀ پوهه شه او ستا کار پوهه شه.“


کله چې صوبه دار او د هغۀ سپاهيانو چې د عيسىٰ څوکيدارى يې کوله زلزله او دا ټول واقعات وليدل نو په هغوئ هيبت راغلو او وې وئيل، ”بې‌شکه چې دا سړے د خُدائ پاک زوئ وو.“


او ورته يې ووئيل، ”تاسو دا سړے ما ته د خلقو د بې‌لارې کولو په اِلزام کښې راوستے دے خو لکه چې تاسو ګورئ ما په خپله ستاسو په وړاندې د هغۀ نه معلومات وکړو او په هغۀ کښې مې هغه جرم ونۀ موندلو چې تاسو پرې د کوم دعوىٰ کړې ده.


مونږ سره خو اِنصاف شوے دے. مونږ ته خو د خپل عمل سزا مِلاو شوه، ولې دۀ خو هيڅ بد کار نۀ دے کړے.“


نو د دې هر څۀ په ليدلو صوبه دار د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”بې‌شکه چې دا سړے بې‌ګناه وو.“


يو ځل بيا پيلاطوس بهر راوتو او يهوديانو ته يې ووئيل چې، ”وګورئ زۀ هغه تاسو له بهر راولم چې تاسو خبر شئ چې ما د هغۀ خلاف هيڅ جرم ونۀ موندلو.“


خُدائ پاک مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره فديه کړو چا چې کله هم ګناه نۀ وه کړې، د دې دپاره چې مونږ د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک په وړاندې صادق ثابت شُو.


او هغۀ دا ځکه وکړل چې د ځان دپاره داسې د جلال جماعت تيار کړى، چې په کښې نۀ عېب وى، نۀ ګونجې، او نۀ په کښې بل څۀ عېب وى، بلکې پاک او بې‌داغه وى.


خو کۀ په يو ځناور کښې څۀ عېب وى، کۀ هغه ګوډ وى، ړوند يا څۀ بل غټ نقص په کښې وى، نو تاسو به هغه مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته نۀ قربانى کوئ.


نو د مسيح په وينه به لا نور څومره پاک شى، چا چې د ابدى روح په وسيله خپل ځان خُدائ پاک ته د بې‌عېبه قربانۍ په طور پېش کړو، چې هغه زمونږ ضمير شرارت اميز عملونو نه پاک کړى او چې مونږ د ژوندى خُدائ پاک عبادت وکړُو.


بلکې د مسيح قيمتى وينه وه. هم هغه لکه د روغ رمټ او بې‌داغه ګډُورى په شان قربان شو.


ځکه چې مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره يو ځل د همېشه دپاره مړ شو، يعنې صادق د ګناهګارانو دپاره، د دې دپاره چې تاسو خُدائ پاک له راولى. هغه په جسمانى توګه مړ کړے شو خو په روحانى توګه ژوندے کړے شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan