ليويانو 22:18 - Pakistani Yousafzai Pashto18 ”هارون او د هغۀ زامنو ته او ټولو اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه. کله چې يو اِسرائيلے يا په بنى اِسرائيلو کښې اوسېدونکے مسافر يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوى، کۀ هغه يوه منښته يا رضاکارانه نذرانه وى، نو په هغه ځناور کښې دې هيڅ عېب نۀ وى. Faic an caibideil |
څۀ چې تاسو مالِک خُدائ ته پېش کوئ د هغې نه به هيڅ يو څيز په هغه ځايونو کښې نۀ شى خوړلے چرته چې تاسو اوسېږئ، نۀ ستاسو د غلې لسمه حِصه، نۀ خپل مے، نۀ د زيتُونو تېل، نۀ ستاسو د څاروو او ګډو وړومبے پېدا شوے بچے، نۀ د هغه تُحفې نه چې تاسو يې د مالِک خُدائ سره وعده کړې وى، نۀ ستاسو رضاکارانه نذرانې او نۀ نورې نذرانې.