10 صِرف د اِمامانو د خاندان کس دا نذرانې خوړلے شى، بل څوک يې نۀ شى خوړلے کۀ هغه د اِمام کره مېلمه وى يا يې مزدور وى.
د يهوداه حکمران ورته وئيلى وُو چې هغوئ تر هغه وخته پورې خُدائ پاک ته پېش کړے شوے خوراک نۀ شى خوړلے چې ترڅو يو داسې اِمام نۀ وى چې هغه اُوريم او تميم نه کار واخلى.
مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ”دا د فسحې د اختر اصُول دى. د بل مُلک يو کس به هم د فسحې اختر خوراک نۀ خورى،
مسافر يا مزدور به دا نۀ شى خوړلے.
د مقرر کېدلو په وخت کښې چې د کفارې د رسم ادا کولو دپاره څۀ استعمال شوى وُو هغوئ به هغه خورى. صِرف اِمامان به دا خوراک خورى ځکه چې دا خوراک مقدس دے.
د دې په ځائ چې تاسو زما د مقدس څيزونو خِدمت په خپله وکړئ، تاسو نورو خلقو ته زما د مقدس ځائ اختيار ورکړو.
خو داسې کس په اور باندې تيارېدونکې نذرانه خوړلے شى چې ما ته پېش کيږى، يعنې هغه دواړه نذرانې په اور تيارېدونکې مقدسه نذرانه او په اور تيارېدونکې ډېره مقدسه نذرانه،
خو کۀ د هغۀ لور کونډه يا طلاقه شوې وى چې د هغې بچى نۀ وى او هغه واپس راغلې وى او د پلار په کور کښې اوسيږى نو هغه دا خوراک خوړلے شى چې کوم يې پلار ته د اِمام په توګه مِلاو شوے وى. صِرف د اِمامانو د خاندان کس دا خوراک خوړلے شى.
تۀ به هارون او د هغۀ زامن مقرر کړې چې د اِمامانو په توګه ذمه وارى پوره کړى، بل هر څوک چې مقدسې خېمې ته د ورنزدې کېدلو کوشش وکړى نو هغه به ووژلے شى.“
هغه د خُدائ کور ته ننوتو او پېش کړے شوې روټۍ يې وخوړه، اګر چې هغه په دۀ او د دۀ په ملګرو ناروا وه او صرف اِمامانو ته روا وه.
نو اِمام داؤد له مقدسه روټۍ ورکړه، ځکه چې د هغۀ سره صِرف هم هغه روټۍ وه چې کومه مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې وه، کومه چې د مقدس مېز نه لرې کړے شوې وه او د هغې په ځائ تازه روټۍ اېښے شوې وه.
نو د ساؤل مشر شپون دوئيګ ادومے په هغه ورځ د مالِک خُدائ په حضور کښې د عبادت دپاره ايسار وو.