Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 21:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 خلق به خامخا اِمام مقدس ګڼى، ځکه چې هغه ما ته په اور باندې تيارېدونکې نذرانه پېش کوى. زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ مقدس يم او زۀ خپل خلق مقدس کوم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 21:8
18 Iomraidhean Croise  

خُدايه پاکه، هغه راپه ياد کړه چې دې خلقو د اِمامت او د هغه لوظ سپکاوے څنګه وکړو چې کوم لوظ تا د اِمامانو او ليويانو سره کړے وو.


او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خلقو له ورشه او هغوئ ته ووايه چې هغوئ دې نن او سبا خپل ځانونه د عبادت دپاره پاک کړى. هغوئ دې خامخا خپلې جامې ووينځى


بيا موسىٰ د غرۀ نه راکوز شو او خلقو ته يې وفرمائيل چې د عبادت دپاره خپل ځانونه پاک کړئ. نو هغوئ خپلې جامې ووينځلې،


دا جامې خپل ورور هارون او د هغۀ زامنو ته ورواغونده. بيا هغوئ مقرر کړه او هغوئ ما ته وقف کولو دپاره د زيتُونو په تېلو غوړ کړه، نو داسې به هغوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.


هارون او د هغۀ زامن د اِمامانو په توګه زما په خِدمت کښې وقف کولو دپاره داسې وکړه چې يو سخے او دوه ګډان راونيسه چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.


”د اِسرائيلو قوم ته ووايه، مقدس اوسئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک مقدس يم.


هغه به مقدس وى او چې زما نوم سپک نۀ کړى. هغه ما ته په اور باندې تيارېدونکې نذرانه پېش کوى، نو هغه دې خامخا مقدس وى.


چا ته چې د مقدسو نذرانو د خوړلو اجازت نۀ وى نو هغه خلق به ورته نۀ شى پرېښودلے، کۀ داسې وشى نو د دې په وجه به هغه کس ګناهګار شى او سزا به ورته مِلاو شى. زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ نذرانې مقدسې کوم.“


بيا به اِمام دا هر څۀ په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته وسوزوى.


تاسو زما په قربان‌ګاه ناپاکه خوراک کېښودو. او بيا هم تاسو تپوس کوئ چې تۀ مونږ په څۀ ناپاک کړے يې؟ په دې چې تاسو ووئيل چې د مالِک خُدائ قربان‌ګاه ناپاکه ده زما د قربان ګاه سپکاوے مو وکړو.


”بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې خُدائ پاک ته په مقررو وختونو باندې په اور تيارېدونکې نذرانې پېش کوى، د دې خوشبو په مالِک خُدائ ښۀ لګى.


ولې تاسو دا وئيلے شئ چې څوک چې پلار مقدس کړے دے او دُنيا ته يې رالېږلے دے، هغه کُفر کوى ځکه چې ما وفرمائيل چې زۀ د خُدائ پاک زوئ يم؟


او د دوئ دپاره زۀ خپل ځان مقدس کوم نو چې دوئ هم په حقيقت کښې مقدس شى.


نو تاسو سوچ وکړئ چې هغوئ به د څومره زياتې سزا لائق وګرځى چا چې د خُدائ پاک زوئ سپک ګڼلے وى، او د لوظ وينه چې هغوئ پرې پاک شوى وُو د هغې بې‌حرمتى کړى وى، او د فضل د روح بې‌عزتى يې کړى وى؟


ځکه چې مونږ ته هم د داسې مشر اِمام ضرورت دے چې هغه پاک او معصوم او بې‌داغه وى، او د ګناهګارانو نه جدا او د آسمانونو نه اوچت وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan