24 نو دا هغه څۀ دى چې موسىٰ هارون ته، د هارون زامنو ته او ټولو بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل.
خو ځکه چې هغه په بدن کښې څۀ عېب لرى، نو هغه دې مقدسې پړدې ته او قربانګاه ته نزدې نۀ راځى. هغه دې دا مقدس ځايونه نۀ ناپاکه کوى، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ هغوئ مقدس کوم.“
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،
او ارخيپوس ته ووايئ چې، ”کوم خِدمت چې په مالِک کښې تا ته سپارلے شوے دے، هغه پوره کړه.“
اے تيموتيوسه زما زويه، زۀ تا له دا هدايات درکوم د هغه پېشګويو په مطابق چې مخکښې ستا په حقله شوى دى، چې تۀ د هغې په مطابق ښۀ منډه ووهې،
او کومې خبرې چې تا د ډېرو ګواهانو په موجودګۍ کښې زما نه اورېدلى دى هغه داسې وفادارو کسانو ته په حواله کړه څوک چې نورو ته د تعليم ورکولو لائق وى.