20 چې په ملا يې کُب وى يا مندرے وى، څوک چې د سترګو يا د څرمنې څۀ بيمارى لرى، او يا چې خصى وى.
د پردى مُلک کوم خلق چې د مالِک خُدائ منونکى جوړ شوى دى نو هغوئ دې ونۀ وائى چې، ”مالِک خُدائ به مونږ خامخا د خپلو خلقو نه جدا کړى.“ او نۀ دې خصى وائى چې، ”زۀ خو اوچ بوټے يم، نۀ مې بچى شته او نۀ مستقبل.“
څوک چې په لاس يا په پښه ګوډ وى،
مالِک خُدائ ته داسې ځناور مۀ پېش کوئ چې ړوند، ګوډ، يا ناسور شوے زخم په کښې وى، يا يې په څرمن کښې پمنوالے يا خارښت وى. داسې ځناور په قربانګاه باندې په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه مۀ پېش کوئ.
مالِک خُدائ ته داسې ځناور مۀ پېش کوئ چې په ټکولو، پرې کولو، زخمى کولو يا ويستلو په وجه خصى شوے وى. ستاسو په مُلک کښې به د دې قِسم نذرانو اجازت نۀ وى.
د کوم سړى چې هګۍ ماتې شوې وى يا يې ذکر پرې کړے شوے وى نو هغه يو به هم د مالِک خُدائ په خلقو کښې نۀ شى شاملېدلے.
يو حرامى پېدا شوے کس يا د داسې کس اولاد، تر لسم نسله پورې هم، د مالِک خُدائ په خلقو کښې نۀ شى شاملېدلے.