Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 21:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 ”هارون ته ووايه، ستا د اولاد هغه يو کس به هم په اور تيارېدونکې نذرانه ما ته نۀ پېش کوى، کوم چې په بدن کښې څۀ عېب لرى. په دې خبرو به په راتلونکى ټولو وختونو کښې عمل کيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 21:17
12 Iomraidhean Croise  

بختور دى هغوئ څوک چې تا په خپله غوره کړى دى، چې ستا په دربار کښې اوسيږى او خپل ځان ته دې نزدې کړى دى. مونږ به ستا د مقدس کور په نعمتونو ماړۀ کړې.


بيا موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ مطلب دا وو کله چې هغۀ وفرمائيل، هر څوک چې زما خِدمت کوى هغوئ دې خامخا زما د پاکوالى عزت کوى، زۀ به خپلو خلقو ته خپل جلال څرګند کړم.“ خو هارون غلے پاتې شو.


مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې،


د هارون د اولاد داسې يو اِمام هم ما ته په اور تيارېدونکې نذرانه نۀ شى پېش کولے چې په بدن کښې څۀ عېب لرى.


هغه به مقدس وى او چې زما نوم سپک نۀ کړى. هغه ما ته په اور باندې تيارېدونکې نذرانه پېش کوى، نو هغه دې خامخا مقدس وى.


بيا به اِمام دا هر څۀ په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته وسوزوى.


اِمام به دا هر څۀ په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه وسوزوى، دا به په مالِک خُدائ باندې يو ښۀ لګېدونکے بوئ وى. د قربانۍ ټوله وازګه د مالِک خُدائ ده.


او قورح او د هغۀ ملګرو ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ به سبا سحر مونږ ته وښائى چې څوک د هغۀ دى او څوک مقدس دى. او هغه به صِرف هغه کس خپل ځان ته نزدې پرېږدى چې کوم يې خوښ کړے وى.


تاسو ګواه يئ او خُدائ پاک هم ګواه دے چې تاسو ايماندارانو سره زمونږ سلوک څنګه د پاکوالى، د صداقت او د بې‌عېبۍ وو.


نو په کار دى چې د جماعت مشر د اِلزام نه پاک، د يوې ښځې خاوند، پرهيزګار، شريف، د عزت قابل مېلمه دوست او د تعليم ورکولو لائق وى،


ځکه چې مونږ ته هم د داسې مشر اِمام ضرورت دے چې هغه پاک او معصوم او بې‌داغه وى، او د ګناهګارانو نه جدا او د آسمانونو نه اوچت وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan