Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 21:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 ګنې، د هغۀ بچى به ناپاک وى، په کار دى چې هغوئ پاک وى. زۀ مالِک خُدائ يم او ما هغه د اِمام په توګه غوره کړے دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 21:15
16 Iomraidhean Croise  

ما هغه د دې دپاره غوره کړے دے چې هغه خپلو زامنو او اولاد ته دا نصيحت وکړى چې زما خبره منى او هغه څۀ کوى چې کوم صحيح او حق دى. کۀ دوئ داسې کوى، نو زۀ به هم د هغۀ دپاره هغه هر څۀ وکړم چې ما يې وعده کړې ده.“


يهوديانو سړو د پردى مُلک ښځو سره ودونه کول، نو په دې وجه د خُدائ پاک مقدس خلق پليت شول. د افسوس خبره دا ده چې مشران او آفسران په دې بدعملۍ کښې د هر چا نه وړاندې وُو.


کېدے شى چې د هغوئ لوڼه تاسو خپلو زامنو ته وادۀ کړئ، نو د هغوئ په وجه به ستاسو زامن نافرمانه شى او د هغوئ به د معبودانو عبادت شروع کړى.


”د اِسرائيلو قوم ته ووايه، مقدس اوسئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک مقدس يم.


خپل ځانونه وقف کړئ او مقدس اوسئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


کونډه يا طلاقه شوې ښځه يا يوه کنجره ښځه به نۀ وادۀ کوى. هغه دې صِرف د يوې داسې جينۍ سره وادۀ کوى چې پاکه پېغله وى او هغه يې د خپلې قبيلې نه وى.


مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې،


خلق به خامخا اِمام مقدس ګڼى، ځکه چې هغه ما ته په اور باندې تيارېدونکې نذرانه پېش کوى. زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ مقدس يم او زۀ خپل خلق مقدس کوم.


چا ته چې د مقدسو نذرانو د خوړلو اجازت نۀ وى نو هغه خلق به ورته نۀ شى پرېښودلے، کۀ داسې وشى نو د دې په وجه به هغه کس ګناهګار شى او سزا به ورته مِلاو شى. زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ نذرانې مقدسې کوم.“


يهوداه بې‌ايمانى وکړه. يو حرام عمل يې په اِسرائيل يعنې يروشلم کښې کړے وو، د هغه پاک کور چې مالِک خُدائ ورسره مينه کوله د هغه ښځو سره په وادۀ کولو چې بُت پرسته وې، يهوداه بې‌احترامى وکړه.


آيا مالِک خُدائ تاسو دواړه يو نۀ کړئ؟ تاسو په زړۀ او ځان د هغۀ يئ. او خُدائ د دې نه څۀ غواړى؟ ځکه چې هغه نېک اولاد غواړى. نو د خپل زړۀ خيال ساته، او خپلې د ځوانۍ د ښځې سره ټګى مۀ کوه.


اے ړندو کم عقلو، په دې دواړو کښې کوم څيز اهم دے، سرۀ زر او کۀ د خُدائ کور چې سرۀ زر هم پاکوى؟


کۀ چرې دا د اوړو اولنۍ پيړه پاکه وه نو بيا نور ټول اوړۀ به هم پاک وى او کۀ د ونې جرړې پاکې وى نو بيا څانګې به هم پاکې وى.


ځکه چې کوم خاوند ايماندار نۀ وى، نو هغه د ښځې په وجه پاک شى او کومه ښځه چې ايمانداره نۀ وى، نو هغه د ايماندار خاوند په وجه پاکه شى، ګنې ستاسو بچى به ناپاک وُو خو اوس پاک دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan