13 هغه به د يوې داسې جينۍ سره وادۀ کوى چې پاکه پېغله وى،
هغوئ دې کونډو او طلاقو شوو ښځو سره وادۀ ونۀ کړى، هغوئ دې صرف د بنى اِسرائيلو د نسل پېغلو سره يا د اِمامانو کونډو سره وادۀ کوى.
کونډه يا طلاقه شوې ښځه يا يوه کنجره ښځه به نۀ وادۀ کوى. هغه دې صِرف د يوې داسې جينۍ سره وادۀ کوى چې پاکه پېغله وى او هغه يې د خپلې قبيلې نه وى.
يو اِمام به د کنجرې ښځې سره وادۀ نۀ کوى يا چې پېغله نۀ وى او يا طلاقه شوې وى ځکه چې هغه مقدس دے.
زۀ ستاسو دپاره د خُدائ پاک په شان غېرت محسوسوم، ځکه چې ما يو خاوند سره ستاسو د وادۀ کولو او مسيح ته تاسو د يوې پاکې پېغلې په شان د حاضرولو وعده کړې ده.
دا هغه خلق دى چا چې خپل ځانونه د ښځو سره د يو ځائ کېدو نه ساتلى دى، او ګډُورى پسې روان دى چرته چې هم ګډُورے ځى. دوئ د خُدائ پاک او د ګډُورى دپاره د بنى آدمو نه د اولنۍ مېوې په طور په بيعه اخستے شوى دى.