هغه ما ته وقف شوے دے او هغه به خپل ځان نۀ ناپاک کوى او نۀ به زما د مقدسې خېمې بېعزتى کوى چې هغه پرېږدى او هلته لاړ شى چې چرته مړے وى، تر دې پورې کۀ هغه يې خپل مور او پلار هم وى.
کۀ څوک داسې کس له ګوتې وروړى چې قتل شوے وى يا د کور نه بهر په خپل مرګ مړ وى يا کۀ څوک د بنى آدم هډُوکى يا قبر له ګوتې وروړى، نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى.