Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 20:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 نو زۀ به په خپله د هغه کس نه، د هغۀ د ټولې خاندان نه او د هغه ټولو نه مخ واړوم چې زما نافرمانى وکړى او د مولک بُت عبادت وکړى. زۀ به هغوئ نور خپل خلق نه ګڼم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 20:5
13 Iomraidhean Croise  

هغۀ د يهوداه په غريزه علاقه کښې علاقائى عبادتخانه جوړه کړې وه او د يهوداه او د يروشلم خلق يې بې‌لارې کړى وُو.


په خپلو بدو کارونو يې ځان پليت کړُو، په خپل دې عمل يې ځانونه زناکار کړل.


يو بُت ته هم چې سجده ونۀ لګوئ او نۀ يې عبادت وکړئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يو غېرتى خُدائ يم. زۀ هغه خلقو او د هغو اولادونو له د درېم او څلورم نسل پورې سزا ورکوم څوک چې زما نه کرکه کوى.


د اوچتو خُشکو غرونو طرف ته نظر وکړه او وګوره چې آيا هلته په هغې کښې داسې ځائ شته چې تۀ په کښې بې‌حرمته شوے نۀ يې؟ د لارې په خوا کښې تۀ د زنا دپاره يارانو ته داسې ولاړه وې، لکه چې يو کوچے په صحرا کښې په انتظار ناست وى. تا د زناکارۍ او شرارت په وجه ټوله زمکه پليته کړې ده.


زۀ به هغوئ ته د زړۀ او د سوچ يووالے ورکړم چې د خپل ځان د خوشحالۍ او د خپل نسل د آبادۍ او سکون دپاره به زما نه همېشه يريږى.


نو په دې وجه، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، ما په خپله دا کلکه اراده وکړه چې ټوله يهوداه تباه او هلاکه کړم.


زۀ به هغې له د هغه ورځو په وجه سزا ورکړم کله چې هغې زۀ هېر کړم او بعل ته به يې خوشبويۍ سوزولې او والۍ او کالى به يې واچول او په خپلو عاشقانو پسې به روانه وه. مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.


او د هغوئ مور زنا کړې ده، د چا نه چې هغوئ پېدا دى هغوئ ډېر د شرم حرکتونه کړى دى. هغې وئيلى دى چې، ”زۀ به په خپلو عاشقانو پسې لاړه شم، ځکه چې هغوئ ما له خوراک، اوبۀ، وړۍ او د لټې جامې، د زيتُونو تېل او شراب راکوى.“


هر يو اِسرائيلے يا د بل مُلک کس چې د هغوئ سره اوسيږى کۀ هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې وى، نو مالِک خُدائ به د هغۀ خِلاف شى او هغه به نور د هغۀ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.


اِسرائيليان دې د مالِک خُدائ سره نوره بې‌وفائى نۀ کوى چې خپل ځناور د چېلو په شان ښکارېدونکو پيريانو ته قربانى کړى. اِسرائيل به په راتلونکى ټولو وختونو کښې دا اصُول خامخا منى.


خو کۀ قوم په هغه کس باندې ځان ناجاڼه کړى چې څۀ يې کړى وى او هغه ونۀ وژنى،


کۀ څوک د هغه خلقو نصيحت اورېدلو له ورځى چې د مړو د روحونو مشورې ورکوى، نو زۀ به د هغۀ نه مخ واړوم او زۀ به هغه نور د خپلو خلقو نه نۀ ګڼم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan