3 کۀ څوک د خپلو ماشومانو نه يو ماشوم مولک بُت ته ورکړى او زما مقدسه خېمه ناپاکه کړى او زما د مقدس نوم سپکاوے وکړى، نو زۀ به ترې نه مخ واړوم او هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.
تر څو پورې چې ستاسو خبره ده اے د بنى اِسرائيلو قومه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، تاسو ټول لاړ شئ او د خپلو بُتانو عبادت وکړئ، خو د دې نه وروستو به تاسو په يقين سره ما ته غوږ ونيسئ او په خپلو نذرانو او د بُتانو په وجه به نور زما د مقدس نوم سپکاوے نۀ کوئ.
هر يو اِسرائيلے يا د بل مُلک کس چې د هغوئ سره اوسيږى کۀ هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې وى، نو مالِک خُدائ به د هغۀ خِلاف شى او هغه به نور د هغۀ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.