25 نو تاسو خامخا د حلالو او حرامو ځناورو او مارغانو په مينځ کښې فرق وکړئ. حرام ځناور او حرام مارغان مۀ خورئ. ما ورته ناپاک وئيلى دى او چې تاسو دا وخورئ نو ناپاک به شئ.
نو خُدائ پاک غټې سمندرى بلاګانې پېدا کړې، هر قِسم ساه لرونکى څيزونه چې په اوبو کښې اوسيږى او هر قِسم مارغان يې پېدا کړل. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو.
تاسو خامخا د هغه څيزونو په مينځ کښې فرق کوئ څۀ چې د خُدائ پاک دى يا څۀ چې د عام استعمال دپاره دى او د هغه څيزونو په مينځ کښې چې کوم پاک دى او کوم ناپاک دى.
هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ”تاسو ته ښۀ معلومه ده چې د يهودى دپاره دا ناروا دى چې د غېريهوديانو کور ته لاړ شى او ورسره څۀ تعلق وساتى، خو خُدائ پاک اوس ما ته دا وښودل چې زۀ چا ته هم پليت يا ناپاک ونۀ وايم.