23 د هغه خلقو په رِواجونو پسې مۀ ځئ کوم چې هلته اوسيږى، هغه غېرقومونه به ترې نه وباسم نو تاسو به هغه مُلک ته ورننوځئ. زۀ د هغوئ د ټولو بدو عملونو په وجه د هغوئ نه کرکه کوم.
کله چې خُدائ پاک د دوئ نه خبر شو نو هغه ډېر په قهر شو، او هغۀ اِسرائيل په مکمل طور رد کړل.
”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې، زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
د دې عملونو په وجه خپل ځانونه مۀ ناپاکه کوئ، ځکه چې غېرو قومونو داسې خپل ځانونه ناپاک کړل، هغه غېرقومونه چې مالِک خُدائ به يې ستاسو نه مخکښې وشړى.
د هغوئ عملونو هغه مُلک ناپاک کړو او مالِک خُدائ هغه مُلک له سزا ورکړه چې خپل اوسېدونکى وشړى.
تاسو هغه شان کارونه مۀ کوئ څنګه چې د مِصر د مُلک خلقو کول، چرته چې تاسو اوسېدلئ او تاسو هغه شان کار هم مۀ کوئ څنګه چې د کنعان خلق يې کوى، چرته چې زۀ تاسو بوځم.
او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ چې کوم حُکمونه درکړم په هغې عمل کوئ او د هغه خلقو په رِواجونو پسې مۀ ځئ کوم چې ستاسو نه مخکښې په هغه مُلک کښې اوسېدل، او د هغه غلطو کارونو کولو په وجه خپل ځانونه مۀ ناپاکه کوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.“
په يوه مياشت کښې ما د قوم د درې شپونکو نه ځان خلاص کړو. خو ګډو ما نه نفرت وکړو، او زۀ د هغوئ نه تنګ شوم
په دې وجه نۀ چې تاسو نېک عمله او ښۀ خلق يئ خو مالِک خُدائ تاسو پرېږدى چې د هغوئ مُلک ونيسئ. هغه به هغوئ وشړى ځکه چې هغوئ بدعمله خلق دى او د هغۀ اراده دا ده چې ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، او يعقوب سره يې کومه وعده کړې وه هغه پوره کړى.