Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 20:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 کۀ يو سړے د يوې ښځې سره د هغې د مياشتنۍ بيمارۍ په دوران کښې څملى، نو هغوئ دواړه به د قوم نه شړلے شى، ځکه چې هغوئ د پاکوالى په حقله اصُول مات کړى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 20:18
6 Iomraidhean Croise  

کۀ هر څوک د دې په شان خوشبوئى جوړه کړى يا يې څوک د يو اِمام نه بغېر په بل چا پورې ولګوى نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.“


نۀ هغه د غرونو دپاسه په بُت‌خانو کښې خوراک کوى او نۀ د بنى اِسرائيلو د قوم د بُتانو عبادت کوى او نۀ هغۀ د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا کوى، او نۀ د ماهوارۍ په دوران کښې د ښځې سره کوروالے کوى.


په تا کښې هغوئ دى چې د خپل پلار د کټ بې‌حرمتى کوى، په تا کښې هغوئ دى چې د ښځو سره په ماهوارۍ کښې څملى، کله چې هغوئ په شرعى توګه پاکې نۀ وى.


کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره دى. د يو زوئ پېدا کېدو نه پس ښځه تر اووۀ ورځو پورې ناپاکه وى، هم هغه شان چې څنګه د مياشتنۍ بيمارۍ په دوران کښې ناپاکه وى.


کۀ يو سړے د هغې سره په داسې وخت کښې څملى چې مياشتنۍ بيمارى يې وى، نو هغه د هغې د ناپاکۍ په وجه ناپاک دے او اووۀ ورځې به ناپاک وى او هغه بستره هم ناپاکه ده په کومه باندې چې هغه څملى.


چې کله د يوې ښځې مياشتنۍ بيمارى وى نو د هغې سره مۀ څملئ ځکه چې هغه ناپاکه وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan