Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 20:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 کۀ يوه ښځه د ځناور سره د غلط کار کولو کوشش وکړى، نو هغه او ځناور به ووژلے شى. د هغوئ خُون په خپله غاړه دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 20:16
8 Iomraidhean Croise  

هيڅ څوک به هم نۀ ورځى، خو کۀ څوک ورشى نو هغه به سنګسارولے شى يا به په غشو ويشتلے شى. هغه کۀ انسان وى يا حېوان وى خامخا به وژلے شى. خو چې کله بيګل په اوږد آواز وغږولے شى، نو بيا به خلق غرۀ ته راوخېژى.“


کۀ يو غوَيے څوک په ښکر ووهى او هغه مړ شى، نو هغه غوَيے به خامخا سنګسارولے شى او د دې غوښه به نۀ شى خوړلے، خو د غوَيى مالِک خلاص دے.


کۀ غوَيے يو غلام يا وينځه ووژنى، نو د غوَيى مالِک به د هغه غلام يا وينځې مالِک له د سپينو زرو دېرش سيکې ورکوى او غوَيے به هم سنګسارولے شى.


هغه کس به خامخا وژلے شى کوم چې د ځناور سره زنا وکړى.


يو نر دې د يو ځناور سره زنا کولو په وجه خپل ځان نۀ ناپاک کوى، يا يوه ښځه دې د يو ځناور سره د زنا کولو کوشش نۀ کوى، دا يو ګنده عمل دے.


کۀ يو سړے د ځناور سره زنا وکړى، نو هغه سړے او ځناور به وژلے شى.


کۀ يو سړے د خپلې سکه يا ناسکه خور سره وادۀ وکړى او هغوئ د يو بل سپکاوے وکړى، نو دا يو د بې‌شرمۍ کار دے او هغوئ دې د خپلو خلقو نه وشړلے شى، هغۀ د خپلې خور سپکاوے کړے دے او هغوئ ته دې د خپلو بدو سزا مِلاو شى.


نو هغوئ دا حُکم برداشت نۀ کړے شو چې، ”کۀ يو ځناور هم د دې غر سره ولګى نو هغه دې په کاڼو مړ کړے شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan