13 کۀ يو سړے د بل سړى سره جنسى تعلقات وساتى، هغوئ يو شرمناک کار کړے دے او دواړه به ووژلے شى. د هغوئ خُون په خپله غاړه دے.
دوئ لوط ته چغې ووهلې او تپوس يې ترې وکړو، ”هغه سړى چرته دى چې نن تا کره ايسار دى؟ مونږ له يې بهر راوباسه.“ د سدوم خلقو د هغوئ سره زنا کول غوښتل.
يو نر دې هم د بل نر کس سره جنسى تعلقات نۀ ساتى، دا يو بد عمل دے.
ولې تاسو په دې خبر نۀ يئ چې بدکاران به د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان نۀ شى؟ ځان مۀ دوکه کوئ، نۀ به حرام کار، نۀ بُت پرست، نۀ زناکار، نۀ بچه بازان،
اِسرائيلے سړے يا ښځه به هيڅکله د عبادتخانې کنجران نۀ جوړيږى.
د کنجر سړى يا د کنجرې ښځې ګټلے شوې پېسې به هم د يوې منښتې پوره کولو دپاره د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کور ته نۀ شى راوړلے. مالِک خُدائ د عبادتخانې د کنجرانو نه نفرت کوى.
د حرامکارانو او د بچه بازانو، د اغوا کارو، د دروغژنو او د دروغو قَسم خوړونکو او د دې نه علاوه د رښتينى تعليم د مخالفينو دپاره دے.
دغه شان د سدوم او عموره او د ګېرچاپېره ښارونو مِثال واخلئ چې د هغوئ خلق هم د غېر فطرى فعل او په زناکارۍ کښې پرېوتل، او هغوئ ته د عبرت په توګه په ابدى اور کښې سزا ورکولے کيږى.
هغوئ خپل زړونه خوشحالول چې د ښار څۀ بدکاره سړى ناڅاپه د کور نه تاو شول او په دروازه وهلو باندې يې شروع وکړه. هغوئ هغه بوډا سړى ته ووئيل، ”هغه سړے راوباسه چې تا سره کور ته راغلے دے. مونږ د هغۀ سره حرامکارى کول غواړُو.“