10 کۀ يو سړے د بل سړى د ښځې سره زنا وکړى نو دوئ دواړه به وژلے شى.
وروستو هغې ته پته ولګېده چې هغه اُميدواره ده او داؤد له يې پېغام ولېږلو چې خبر شى چې زۀ اُميدواره يم.
داؤد وفرمائيل، ”ما د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده.“ ناتن ورته وفرمائيل، ”خو مالِک خُدائ تۀ معاف کړے يې، تۀ به نۀ مرې.
ځکه چې دا به د شرم نه ډک کار وى، او دا به د سزا حقدار جرم وى،
کۀ زۀ د ګاونډى په ښځه باندې مئين شم، او د هغې په دروازه کښې په طمع کښېنم،
زنا مۀ کوئ.
د بل سړى د ښځې سره مۀ څملئ، د هغې په وجه به تاسو ناپاک شئ.
آيا مالِک خُدائ تاسو دواړه يو نۀ کړئ؟ تاسو په زړۀ او ځان د هغۀ يئ. او خُدائ د دې نه څۀ غواړى؟ ځکه چې هغه نېک اولاد غواړى. نو د خپل زړۀ خيال ساته، او خپلې د ځوانۍ د ښځې سره ټګى مۀ کوه.