1 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،
کۀ هر څوک هم ستا د خُدائ پاک د قانون يا د بادشاه د قانون نافرمانى کوى، نو هغۀ له به هم په هغه وخت سزا ورکولے شى، چې وژلے به شى، يا به جلاوطن کړے شى، يا به د هغۀ نه جائيداد ضبط کولے شى، يا به قېد کولے شى.“
او ورسره ورسره هغوئ د بنىهنوم په وادۍ کښې د توفت په نوم علاقائى عبادتخانې جوړې کړې چې هلته خپل زامن او لوڼه په اور کښې وسوزوى او قربانى يې کړى چې نۀ ورته ما حکم کړے وو او نۀ مې په خيال خاطر کښې تېر شوى وُو.
تا زما بچى حلال کړل او بُتانو ته دې قربانى کړل.
زما ټول قانون او حُکمونه منئ. زۀ مالِک خُدائ يم.“
”اِسرائيلو ته ووايه، کۀ ستاسو يو خپل کس يا يو مسافر چې ستاسو سره اوسيږى هغه د خپلو ماشومانو نه يو ماشوم مولک بُت ته پېش کړى نو ټول قوم به هغه سنګسار کړى او مړ به يې کړى.
آيا مالِک خُدائ به په زرګونو ګډانو، او د زيتُونو د تېلو په زرګونو نِهرونو خوشحاله شى؟ آيا زۀ خپل وړومبے پېدا شوے ماشوم د خپلو ګناهونو دپاره پېش کړم، او د خپل بدن مېوه د خپل روح د ګناهونو دپاره؟“
کۀ تاسو د مالِک خُدائ نه يرېږئ، د هغۀ خِدمت او تابعدارى کوئ او د هغۀ د حُکم نه سرکشى مۀ کوئ او کۀ تاسو او هغه بادشاه چې په تاسو بادشاهى کوى د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک تابعدارى کوئ نو ستاسو هر کار به سم وى.