8 دا مالِک خُدائ ته د غلې نذرانې په توګه راوړئ او اِمام ته يې پېش کړئ او هغه به يې قربانګاه ته يوسى.
اے اِمامانو د ټاټ جامې واچوئ او وژاړئ، او ماتم وکړئ تاسو څوک چې په قربانګاه کښې خِدمت کوئ. راشئ، ټوله شپه د ټاټ په جامو کښې تېره کړئ، تاسو څوک چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوئ. ځکه چې ستاسو د خُدائ کور د غلې او د څښلو د نذرانو نه محروم شو.
کۀ هغه نذرانه داسې روټۍ وى چې په تبخى باندې پخه شوې وى، نو هغه دې د اوړو او زيتُونو د تېلو نه تياره شوې وى.
اِمام به د نښې په توګه يوه برخه ترې نه واخلى چې دا ټوله مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې ده او هغه به دا په قربانګاه باندې وسوزوى. په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.