6 چې کله يې د يوې نذرانې په توګه پېش کوئ نو دا چُورى کړئ او نور تېل ورباندې واچوئ.
بيا به د هغه ځناور نه څرمن وباسى او حِصې حِصې به يې کړى،
کۀ هغه نذرانه روټۍ وى چې په تبخى باندې پخه شوې وى، دا به د داسې اوړو نه تياره شوې وى چې د زيتُونو تېل په کښې ګډ وى خو چې خمبيره په کښې نۀ وى.
کۀ هغه نذرانه داسې روټۍ وى چې په تبخى باندې پخه شوې وى، نو هغه دې د اوړو او زيتُونو د تېلو نه تياره شوې وى.