3 د غلې د نذرانې نه پاتې شوې برخه به د اِمامانو وى، دا به ډېره مقدسه ګڼلے شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې نه اخستے شوې ده.
د يهوداه حکمران ورته وئيلى وُو چې هغوئ تر هغه وخته پورې خُدائ پاک ته پېش کړے شوے خوراک نۀ شى خوړلے چې ترڅو يو داسې اِمام نۀ وى چې هغه اُوريم او تميم نه کار واخلى.
هره ورځ تر اووۀ ورځو پورې تۀ کفاره ادا کوه. نو قربانګاه به بېخى مقدسه شى او هر څوک يا هر څيز چې د هغې سره ولګى نو هغه به هم مقدس شى.
هغوئ به د غلو نذرانې، د ګناه نذرانې او د ګناه د تاوان نذرانې خورى، او هر څۀ چې په بنى اِسرائيلو کښې مالِک خُدائ ته وقف شوى وى هغه به د هغوئ وى.
هغۀ ما ته ووئيل چې، ”دا هغه ځائ دے چرته به چې اِمامان د ګناه د تاوان نذرانې او د ګناه نذرانې او د غلې نذرانې پخوى، ترڅو بهرنى دربار ته د مقدسو څيزونو د راوړلو نه منع شى هسې نه چې خلق مقدسو څيزونو له لاس وروړى او خپل ژوند په خطره کښې واچوى.“
هغه پتُون او سينه به په هغه وخت راوړے شى چې کله وازګه په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کيږى. دا برخې به همېشه دپاره ستاسو او ستاسو د بچو وى، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے.“
هغه به ګډُورے په هغه مقدس ځائ کښې حلال کړى چرته چې د ګناه نذرانې او د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلالولے شى. دا ځکه چې د ګناه د تاوان نذرانه، د ګناه د نذرانې په شان د اِمام ده او ډېره مقدسه ده.
د غلې د نذرانې نه پاتې شوې برخه به د اِمامانو وى، دا به ډېره مقدسه ګڼلے شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته په اور باندې سوزېدونکې نذرانې نه اخستے شوې ده.
خو داسې کس په اور باندې تيارېدونکې نذرانه خوړلے شى چې ما ته پېش کيږى، يعنې هغه دواړه نذرانې په اور تيارېدونکې مقدسه نذرانه او په اور تيارېدونکې ډېره مقدسه نذرانه،
داسې به اِمام د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى چې په دې مختلفو ګناهونو کښې يې کومه ګناه هم کړې وى نو هغه به معاف شى. پاتې شوى اوړۀ به هم د غلې نذرانې په شان د اِمام وى.
کوم اِمام چې دا ځناور قربانى کوى هغه به دا په مقدس ځائ کښې وخورى چې هغه د مالِک خُدائ د حضور د خېمې دربار دے.
چې هارون او د هغۀ زامنو ته د سوزېدونکې نذرانو په حقله دا اصُول وښايه. يوه سوزېدونکې نذرانه به ټوله شپه په قربانګاه باندې پرېښودلے شى او اور دې بل وساتلے شى.
د ګناه نذرانې او د ګناه د تاوان نذرانې دواړو دپاره يو شان اصُول دى، غوښه د هغه اِمام ده چې کفاره ادا کوى.
د غلې هره يوه نذرانه کومه چې په تنور کښې يا لوښى يا په تبخى پخيږى هغه د اِمام ده چا چې خُدائ پاک ته دا پېش کړې ده.
ډېرې مقدسې نذرانې کومې چې په قربانګاه نۀ سوزولے کيږى، هغه ستاسو دى، د غلې نذرانې، د ګناه نذرانې، د ګناه د تاوان نذرانې. هر هغه څيز چې ما ته د مقدسې نذرانې په توګه پېش کيږى هغه ستا او ستا د زامنو دى.
ما د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه د هغۀ خاندان خوښ کړو چې زما اِمامان شى، چې د قربانګاه سره خِدمت کوى، خوشبوئى سوزوى او زما په حضور کښې پېش بند اغوندى. او چې په قربانګاه باندې کومې نذرانې سوزولے شى نو د هغې د اخستلو حق مې ورله ورکړو.