15 د زيتُونو تېل په کښې ورګډ کړئ او لوبان ورباندې واچوئ.
د غنمو د ټولو نه ښۀ اوړۀ واخله، خو چې خمبيره په کښې نۀ وى او درې قِسمه روټۍ ترې نه پخې کړه چې د څۀ سره د زيتُونو تېل ګډ وى، څۀ چې سپورې وى او څۀ په تېلو غوړې وى.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د دې خوشبودارو مصالحو يوه يوه برابره حِصه واخله، مُر، صدف، کنډ او سوچه لوبان.
کله چې څوک مالِک خُدائ ته يوه د غلې نذرانه پېش کوى، نو هغه دې ښۀ اوړۀ وى. د زيتُونو تېل او خوشبودار لوبان دې په کښې واچوى،
چې کله تاسو د خپل رېبلے شوى فصل د وړومبۍ غلې نذرانه مالِک خُدائ ته راوړئ، نو وريتې شوې دانې يا مېده شوى اوړۀ ورته پېش کوئ.
اِمام به لږ اوړۀ او څۀ تېل او ورسره ټول لوبان هم وسوزى او دا به مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې د نښې په توګه وى.
کۀ هغه کس دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې هم نۀ شى راوړلے، نو هغه به يو کلو اوړۀ د ګناه د نذرانې په توګه راوړى. هغه دې په دې کښې د زيتُونو تېل يا خوشبوئى نۀ اچوى، ځکه چې دا د ګناه نذرانه ده.
هر څوک چې يو ګډ يا چېلے مالِک خُدائ ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى نو هغه به د دې هر يو ځناور سره يو کلو اوړۀ راوړى چې يو ليټر د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، دا به د غلې نذرانې په توګه وى، يو ليټر مے به ورسره هم وى.