Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 2:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 د غلې په هره نذرانه باندې مالګه اچوئ، ځکه چې مالګه د خُدائ پاک او ستاسو په مينځ کښې د لوظ نښه ده. (تاسو په خپلو ټولو نذرانو خامخا مالګه اچوئ.)

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 2:13
8 Iomraidhean Croise  

تاسو ته پته نشته چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د داؤد سره يو نۀ ختمېدونکے لوظ وکړو، چې هغۀ او د هغۀ اولاد له يې په اِسرائيل باندې د همېشه دپاره بادشاهى ورکړه؟


د دې حد به د درې زره او څلور سوو کلو سپينو زرو، د لسو زرو کلو غنمو، دوه زره ليټره مے او دوه زره ليټره د زيتُونو تېلو پورې وى او چې داسې څومره د مالګې ضرورت وى.


د دې نه عطر جوړ کړه، دا داسې مِلاو کړه لکه چې يو د عطرو والا دا کار کړے وى. مالګه په کښې مِلاو کړه چې سوچه او مقدس وى.


تاسو دا د مالِک خُدائ په وړاندې پېش کړئ، او اِمامان به په دوئ مالګه واچوى او دا به د سوزېدونکې قربانۍ په طور پېش کړئ.


کومې خاص برخې چې اِسرائيليان ما ته پېش کوى هغه زۀ په راتلونکى ټولو وختونو کښې تا، ستا زامنو او ستا لوڼو له ورکوم، دا يو نۀ ماتېدونکے لوظ دے چې ما تا او ستا اولاد سره وکړو.“


تاسو د دُنيا دپاره مالګه يئ. کۀ مالګه بې‌خونده شى، نو بيا به څنګه مالګينه شى؟ دا بيا د هيڅ څيز دپاره په کار نۀ راځى او بهر وغورزولے شى او د پښو لاندې کولو جوګه شى.


ستاسو کلام دې همېشه د فضل نه ډک او خوندور وى چې تاسو هر چا ته مناسب جواب ورکولے شئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan