12 تاسو چې هر کال لَو کوئ نو د خپل فصل وړومبۍ غله مالِک خُدائ ته راوړئ، خو دا دې په قربانګاه باندې نۀ شى سوزولے.
نو داسې اِبراهيم د عِفرون نه هغه د ممرۍ سره نزدې مکفيله په علاقه کښې هغه پټے واخستلو. پټے سره د هغه غار او ګېرچاپېره چې څومره ونې وې.
چې اِسرائيليانو څنګه دا حُکم واورېدو نو هغوئ د خپلو وړومبو غلو، ميو، د زيتُونو تېلو، شاتو او د نور پېداوار تُحفې راوړې او چې هغوئ څۀ هم لرل د هغې لسمه برخه يې هم راوړه.
خپله غله، مے او خپل د زيتُونو تېل ما ته ښۀ په وخت پېش کوئ. تاسو خپل مشران زامن ما له راکړئ.
هر کال د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، کور ته د خپلې زمکې نه رېبلے شوې وړومبۍ غله راوړئ. د چېلۍ بچے د خپلې مور په پيو کښې مۀ پخوئ.
چې کله تاسو د غنمو وړومبنے فصل رېبل شروع کوئ نو د لَو کولو اختر کوئ او په خزان کښې د فصل راټولولو اختر کوئ.
هر يو خاندان دې دوه دوه روټۍ راوړى او دا دې مالِک خُدائ ته د خاص تُحفې په توګه پېش کړى. هره يوه روټۍ دې خمبيره شوې د دوه کلو ښو اوړو نه پخه شوې وى او دا به مالِک خُدائ ته د وړومبى رېبلے شوى فصل د نذرانې په توګه پېش کيږى.
د دې نه علاوه، هغه دې خمبيره پخې شوې روټۍ هم پېش کړى.
کله چې تاسو روټۍ پخوئ، نو د نوې غلې د وړومبۍ پېړې روټۍ به مالِک خُدائ ته د خاص برخې په توګه پېش کولے شى. دا به هم هغه شان پېش کولے شى چې څنګه تاسو په درمند کښې صفا شوې غله د خاص برخې په توګه پېش کوئ.
زۀ د وړومبى پېداوار بِهترينه حِصه تاسو له درکوم کومه چې اِسرائيليان ما ته هر کال پېش کوى لکه د زيتُونو تېل، مے او غله دانه.
خو په حقيقت کښې مسيح د مړو نه بيا راژوندے شوے دے. دغه شان هغه د مړو نه اولنے ژوندے شوے انسان دے.
نو ما مالِک خُدائ له د پېداوار وړومبۍ برخه راوړې ده چې هغۀ ما له د دې زمکې نه راکړې ده.“ نو بيا دا ټوکرۍ د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په وړاندې کېږدئ او د هغۀ په حضور کښې سجده وکړئ.
دا هغه خلق دى چا چې خپل ځانونه د ښځو سره د يو ځائ کېدو نه ساتلى دى، او ګډُورى پسې روان دى چرته چې هم ګډُورے ځى. دوئ د خُدائ پاک او د ګډُورى دپاره د بنى آدمو نه د اولنۍ مېوې په طور په بيعه اخستے شوى دى.