9 کله چې تاسو د خپلو پټو فصل رېبئ، نو فصل د پټو تر غاړو پورې مۀ رېبئ او چې کوم وَږى د لَو نه پاتې وى نو د هغې رېبلو له واپس مۀ ورځئ.
خپلو د انګورو باغونو ته واپس مۀ ورځئ چې هغه انګور راټول کړئ کوم چې پاتې شوى وى يا غورزېدلى وى، دا غريبانانو او مسافرو ته پرېږدئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
هر څوک چې دا وخورى نو ګناه به د هغۀ په غاړه وى ځکه چې د هغه څۀ سپکاوے يې کړے دے چې مالِک خُدائ، ته وقف وُو، نو هغه به نور زما د خلقو نۀ شى ګڼلے.
کله چې تاسو د خپلو پټو فصل رېبئ، نو فصل د پټو تر غاړو پورې مۀ رېبئ او چې کوم وَږى پاتې شى نو د هغې رېبلو له واپس مۀ ورځئ، دا د غريبانانو خلقو او مسافرو دپاره پرېږدئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
هر څوک چې هم په هغه ورځ څۀ وخورى نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.
کله چې هغه وَږو ټولولو له ورغله، بوعز لَوګرو ته حُکم وکړو، ”پرېږدئ چې هغه وَږى هم راټول کړى چرته چې ګېډۍ پرَتې دى، او هغه بېخى مۀ منع کوئ. د دې نه علاوه، څۀ وَږى د ګېډو نه ورله راوباسئ چې هغه يې راټول کړى.“
يوه ورځ روت نعومى ته ووئيل، ”ما پرېږده چې پټو ته لاړه شم چې د لَوګرو نه پاتې شوى وَږى راټول کړم. زما يقين دے چې څوک به مې د ځان سره پرېږدى.“ نعومى ورته ووئيل، ”ځه لورې، لاړه شه.“
بيا بوعز روت ته ووئيل، ”زما خبره واوره، د دې پټى نه بغېر بل ځائ کښې وَږى مۀ ټولوه، دلته د ښځو سره يو ځائ اوسه،