8 هر څوک چې دا وخورى نو ګناه به د هغۀ په غاړه وى ځکه چې د هغه څۀ سپکاوے يې کړے دے چې مالِک خُدائ، ته وقف وُو، نو هغه به نور زما د خلقو نۀ شى ګڼلے.
کۀ هر څوک د دې په شان خوشبوئى جوړه کړى يا يې څوک د يو اِمام نه بغېر په بل چا پورې ولګوى نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.“
ځکه چې دا ناپاکه ده او کۀ څوک دا وخورى، نو زۀ به هغه نذرانه قبوله نۀ کړم.
کله چې تاسو د خپلو پټو فصل رېبئ، نو فصل د پټو تر غاړو پورې مۀ رېبئ او چې کوم وَږى د لَو نه پاتې وى نو د هغې رېبلو له واپس مۀ ورځئ.
اِمامان به د دې نذرانو سپکاوے نۀ کوى،
په دې حالاتو کښې د ګناه نذرانې ضرورى ګڼلے کيږى. کۀ څوک د ګواهۍ ورکولو دپاره عدالت ته وغوښتلے شى او هغه معلومات نۀ ورکوى چې څۀ يې ليدلى يا اورېدلى وى، نو هغۀ ته دې د خپلو بدو سزا مِلاو شى.
خو کۀ څوک پاک نۀ وى او د سلامتۍ نذرانې غوښه وخورى کومه چې مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې وى، نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.
کۀ يو کس ناپاک څيز له لاس وروړى، کۀ هغه ناپاکى د بنى آدم يا د ځناور وى او د دې نذرانې غوښه وخورى، نو هغه به نور د مالِک خُدائ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.