36 صحيح تلې، صحيح وزنونه او صحيح ناپونه استعمالوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او ما تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ.
خُدائ پاک ته د پېش کړے شوې روټۍ او د هغه اوړو ذمه وارى اخستل چې په نذرانو کښې استعمالېدل، د خمبيرې نه بغېر نرۍ پخې شوې روټۍ، پخې شوې نذرانې او اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، د مالِک خُدائ د کور د نذرانو تَلل او مِقدار معلومول،
”زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ، کوم چې د غلامۍ مُلک وو.
مالِک خُدائ د تلې د غلط استعمال نه نفرت کوى، خو هغه په صحيح ناپ تول خوشحاليږى.
صحيح تله او ناپ کول د مالِک خُدائ د طرفه دى، هغۀ د اِنصاف معيار قائم کړے دے.
د غلط تول او غلط ناپ دواړو نه مالِک خُدائ نفرت کوى.
تاسو له په کار دى چې صحيح تله، صحيح پېمانه او صحيح پاويزه استعمال کړئ.
زۀ مالِک خُدائ يم چا چې تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ چې زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، تاسو خامخا مقدس اوسئ، ځکه چې زۀ مقدس يم.
زما ټول قانون او حُکمونه منئ. زۀ مالِک خُدائ يم.“
آيا زۀ هغه سړے بېسزا پرېږدم څۀ چې په تول کښې بېايمانى کوى، او ورسره د غلط وزن تيلۍ وى؟
ما ترې تپوس وکړو چې، ”دا څۀ دى؟“ هغې جواب راکړو، ”دا د پېمانې ټوکرۍ ده.“ او هغې دا وفرمائيل چې، ”چې د ټول مُلک د خلقو د بېاِنصافۍ نه ډکه ده.“