34 د هغوئ سره د يو اِسرائيلى په شان سلوک کوئ او د هغوئ سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ. ياد ساتئ، تاسو هم په يو وخت کښې د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
مالِک خُدائ د مسافرو خيال ساتى، او يتيمانو او کونډو ته خوراک ورکوى، خو هغه د بدعملو منصوبې او طريقې خرابوى.
د يو مسافر سره بد سلوک يا زياتے مۀ کوئ، هغه راياد کړئ چې تاسو په خپله د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ.
دا به تاسو د خپل ځان دپاره او هغه غېر مُلکيانو دپاره چې ستاسو په مينځ کښې اوسيږى او د چا چې ماشومان دى د ميراث په توګه تقسيم کړئ. تاسو به هغوئ د پېدائشى بنى اِسرائيلو په شان ګڼئ، تاسو سره به هغوئ ته هم ميراث د بنى اِسرائيلو د قبيلو په شان ورکړے شى.
د هيچا نه بدل مۀ اخلئ يا د چا سره په زړۀ کښې کينه مۀ ساتئ، د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ. زۀ مالِک خُدائ يم.
ستاسو هر يو کس دې د خپل مور او پلار عزت کوى او د سبت ورځ مانځئ، چې څنګه ما حُکم درکړے دے. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
کۀ تۀ مونږ سره لاړ شې، نو چې مالِک خُدائ مونږ له څومره برکتونه هم راکوى نو په هغې کښې به ستا حِصه وى.“
تاسو خبر يئ چې وئيلے شوى وُو چې، د خپل ګاونډى سره مينه ساتئ او د خپل دشمن نه کرکه.
نو د مسافرو سره مينه کوئ، ځکه چې په يو وخت کښې تاسو هم د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ.
ادوميانو ته سپک مۀ ګورئ، هغوئ ستاسو خپلوان دى. او مِصريانو ته هم سپک مۀ ګورئ، په يو وخت کښې تاسو د هغوئ په مُلک کښې اوسېدئ.
د درېم نسل نه ورپه اخوا د هغوئ اولاد د مالِک خُدائ په خلقو کښې شاملېدے شى.
روت د عزت نه پړمخې په زمکه پرېوته، او بوعز ته يې ووئيل، ”زۀ ولې ستاسو په نظر کښې درنه يم؟ تاسو ولې په ما مسافرې دومره مِهربانه يئ؟“