Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 19:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 د بوډاګانو په مخکښې پاڅېږئ او د مشرانو عزت کوئ. زما نه يرېږئ، زۀ مالِک خُدائ يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 19:32
15 Iomraidhean Croise  

راحيل خپل پلار ته ووئيل، ”پلاره، ما ته مۀ غصه کېږه، خو چې تۀ دلته يې ستا په مخکښې زۀ نۀ شم پاڅېدلے، په ما د ښځو بيمارى راغلې ده.“ لابن لټون وکړو خو د خپل کور هغه بُتان يې پېدا نۀ کړل.


بيا يوسف هغوئ د هغۀ د غېږ نه واخستل او د هغۀ په مخکښې يې د عزت نه سر ټيټ کړو.


نو بت‌‌سبع بادشاه له لاړه چې د هغۀ سره د ادونياه دپاره خبره وکړى. بادشاه پاڅېدو چې خپلې مور ته ستړى مشى وکړى او د هغې په مخکښې ټيټ شو. بيا هغه په خپل تخت کښېناستو او د هغې دپاره يې بل تخت راوړو چې د هغۀ ښى طرف ته هغه پرې کښېنى.


تاسو دې زما يعنې مالِک خُدائ تابعدارى کوئ، چا چې د لوئ طاقت او قوت سره د مِصر نه راوويستلئ، تاسو به ما ته سجده کوئ او ما ته به قربانى پېش کوئ.


نو اليهُو د ايُوب سره د خبرو کولو دپاره د نورو کسانو انتظار کولو، ځکه چې هغوئ د هغۀ نه مشران وُو.


د بوزى براکيل زوئ اليهُو ووئيل، ”زۀ زلمے يم، او تۀ بوډا يې، نو په دې وجه زۀ يرېدم چې تا د خپلې رايې نه خبر کړم.


سپين وېښتۀ د عزت تاج دے، کوم چې د صداقت د ژوندون نه حاصليږى.


د ځوانانو عزت او جلال د دوئ طاقت دے، سپين وېښتۀ د بوډاوالى شان و شوکت دے.


خپل پلار ته غوږ نيسه، چا چې تا له ژوند درکړے دے، او د خپلې مور بې‌عزتى مۀ کوه کله چې هغه بوډۍ شى.


خلق به يو بل سره زياتے کوى. هر يو سړے به په بل سړى او هر يو ګاونډى به په بل ګاونډى رُعب اچوى. ځوانان به د خپلو مشرانو بې‌عزتى کوى او بدکرداره خلق به د عزتمندو بې‌عزتى کوى.


دوئ شهزادګان د لاسونو نه راځوړند کړى دى او د مشرانو بې‌عزتى يې کړې ده.


يو کُوڼ کس ته ښېرې مۀ کوئ او د يو ړوند په مخکښې داسې څۀ څيز مۀ ږدئ چې په هغې باندې تيندک وخورى. زما نه يرېږئ، زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


د ټولو حق پوره کوئ، چا ته چې ټيکس ورکول وى، هغوئ ته ټيکس ورکوئ، څوک چې د محصُول حقدار دى هغوئ ته محصُول ورکوئ، د چا چې احترام کول په کار دى، د هغوئ احترام کوئ، د چا چې عزت کول په کار دى، د هغوئ عزت کوئ.


مشر سړى ته سختې خبرې مۀ کوه بلکې هغۀ ته خواست کوه او د خپل پلار په شان خبرې ورسره کوه او ځوانانو سره د وروڼو په شان سلوک کوه.


د هر چا عزت کوئ، د ايماندارانو د خاندان سره مينه کوئ، د خُدائ پاک نه يرېږئ او د بادشاه عزت کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan