Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 19:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 د مړى په غم کښې خپل بدن مۀ غوڅوئ او مۀ په کښې داغونه جوړَوئ. زۀ مالِک خُدائ يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 19:28
18 Iomraidhean Croise  

نو پېغمبرانو چغې نورې هم تېزې کړې او د خپل رسم په مطابق يې په چاکوانو او په نېزو خپل ځانونه دومره غوڅ کړل، چې په وينه لت پت شول.


مالداره او غريبانان به دواړه په دې مُلک کښې مړۀ شى، هغوئ به نۀ ښخ کړے شى او نۀ به ورباندې ماتم وشى، د هغوئ دوستان به نۀ خپل ځانونه دردمند کړى او نۀ به د خفګان ښکاره کولو په وجه خپل سرونه د هغوئ دپاره ګنجى کړى.


ټولو خلقو خپل سرونه او ږيرې د غم په وجه ګنجى کړى وُو، او خپل لاسونه يې زخمى کړى وُو او د خپلو ملاګانو نه يې ټاټ تاو کړے وو.


د خپل سر ګېرچاپېره لاندې وېښتۀ مۀ کلوئ او ږيره مۀ لنډوئ.


د خپلو لوڼو نه کنجرې مۀ جوړوى او په دې کار کولو سره د د هغوئ بې‌عزتى مۀ کوئ، ګنې نورو معبودانو ته به ور واوړى او هغه مُلک به د بدعملۍ نه ډک شى.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې د هارون د خاندان اِمامانو ته ووايه، ”کله چې د هغوئ يو خپلوان مړ شى نو د هغۀ په جنازه کښې شريکېدو په وجه به اِمام خپل ځان نۀ ناپاک کوى،


هغه ما ته وقف شوے دے او هغه به خپل ځان نۀ ناپاک کوى او نۀ به زما د مقدسې خېمې بې‌عزتى کوى چې هغه پرېږدى او هلته لاړ شى چې چرته مړے وى، تر دې پورې کۀ هغه يې خپل مور او پلار هم وى.


يو اِمام به هم د خپل سر يوه حِصه هم نۀ کلوى، نۀ به ږيره لنډوى او نۀ به خپل بدن غوڅوى چې دا ښکاره کړى چې غم کوى.


شپه او ورځ به هغۀ په قبرونو او د غرونو په خوا کښې چغې وهلې او ځان به يې په کاڼو زخمى کولو.


نو نورو مريدانو هغۀ ته ووئيل چې، ”مونږ مالِک وليدلو.“ خو توما هغوئ ته ووئيل چې، ”ترڅو چې ما د هغۀ په لاس کښې د مېخونو زخمونه ليدلى نۀ وى او د مېخونو په زخمونو مې ګوتې وهلې نۀ وى، او خپل لاس مې د هغۀ په پښتۍ نۀ وى لګولے نو زۀ به په دې هيڅکله يقين ونۀ کړم.“


تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خلق يئ. نو کله چې تاسو په مړى باندې غم کوئ، نو خپل ځانونه د نورو خلقو په شان مۀ زخمى کوئ يا د تندى نه بره وېښتۀ مۀ کلوئ.


او د هغوئ د عذاب لوګے به تل تر تله راوچتيږى او هر هغه څوک چې بلا يا د هغۀ د بُت عبادت کوى يا د هغۀ د نوم نښه اخلى، د هغوئ به نۀ د شپې او نۀ د ورځې آرام وى.“


بيا هغې نه وروستو بله دريمه فرښته راغله او په اوچت آواز يې چغې کړې، ”هر هغه څوک چې د بلا او د هغې بُت ته عبادت کوى او د هغې نښه په تندى يا په خپل لاس لګوى،


او ما وليدل چې د شيشې د سمندر په شان راښکاره شو چې اور په کښې ګډ شوے وو، او د شيشې د سمندر سره هغه خلق ولاړ وُو چې په بلا او د هغې د بُت او د هغې د نوم په شمېر فتح موندلې وه. د هغوئ په لاسونو کښې د خُدائ پاک ورکړى ستارونه وُو.


نو اوله فرښته لاړه او په زمکه يې خپل جام توئ کړو او د ناسور خوراکى دانې په هغه خلقو ښکاره شوې چې د بلا نښه يې په ځان کښې وه او هغه بُت ته يې عبادت کړے وو.


او هغه بلا ګرفتار کړے شوه او دغسې هغه دروغژن نبى هم چې يې د هغې دپاره معجزې ښکاره کولې او هغه څوک يې دوکه کول په چا چې د بلا نښه وه او د هغۀ بُت ته يې سجده کړې وه. دغه دواړه ژوندى هغه درياب ته وغورزولے شول چې د ګوګړو شُغلې ترېنه ختلې.


بيا ما يو څو تختونه وليدل او هغه خلق پرې ناست وُو چا ته چې د عدالت اختيار ورکړے شوے وو. ما د هغه خلقو روحونه وليدل چې سرونه يې د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ د شهادت په وجه پرې کړے شوى وُو، او هغه خلق چا چې بلا يا د هغۀ بُت ته سجده نۀ وه کړې او نۀ يې په لاس يا تندى د هغۀ نښه لګولې وه. هغوئ بيا راژوندى شول او د مسيح سره يې تر زرو کالو بادشاهى وکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan