Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 19:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 داسې غوښه مۀ خورئ چې وينه لا په کښې وى. فال مۀ ګورئ او کوډې مۀ کوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 19:26
22 Iomraidhean Croise  

تاسو زما د نېک د سپينو زرو جام ولې پټ کړے دے؟ دا هغه جام دے چې په کوم کښې هغه څښى او د فال دپاره يې استعمالوى. دا تاسو غلط کار کړے دے.“


خو چې په کومه غوښه کښې وينه وى هغه به نۀ خورئ، دا ستاسو دپاره منع ده ځکه چې په وينه کښې ژوندون دے.


هغوئ خپل زامن او لوڼه د غېرو قومونو خُدايانو ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه قربانى کړل، هغوئ د فالګرو او قسمت ښودونکو سره مشورې وکړې او هغوئ خپل ځانونه هغه څۀ ته حواله کړل چې څۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې غلط وُو او په دې کولو سره يې د هغۀ قهر راوپارولو.


هغۀ خپل زوئ د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړو. هغۀ د کوډو او جادو نه کار واخستو او قسمت ښودونکو او فالګرو سره يې مشورې کولې. هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف لويه ګناه وکړه او د هغۀ غصه يې راوپاروله.


هغۀ د هنوم په وادۍ کښې خپل زامن د سوزېدونکې نذرانو په توګه قربانى کړل. هغۀ د غېبو کارونو او جادو نه کار اخستلو او قسمت ښودونکو او د فالګرو سره يې مشورې وکړې. هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف لويه ګناه وکړه او د هغۀ غصه يې راوپاروله.


نو فِرعون هم خپل د غېب عِلم لرونکى خلق او جادوګران راوغوښتل او هغوئ هم د جادو په ذريعه هم هغه شان وکړل.


خو جادوګرانو د جادو نه کار واخستلو او دوئ هم چيندخې جوړې کړې او د مِصر مُلک ته يې راوړې.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د نورو قومونو په طريقو تلل مۀ کوئ، او د هغوئ په شان په آسمان کښې د ستورو د ګردش او نښو نښانو نه مۀ يرېږئ تر دې چې هغوئ په خپله يريږى.


نجوميانو بادشاه ته په جواب کښې ووئيل، ”په زمکه داسې هيڅ څوک نشته چې د بادشاه په دې خبره عمل وکړى. تر اوسه پورې داسې نۀ دى شوى چې يو بادشاه د خپل فالګر، جادوګر يا نجومى نه داسې تپوس کړے وى، کۀ هغه بادشاه هر څومره لوئ او طاقتور وى.


خو په پينځم کال هغه مېوې خوړے شئ. کۀ تاسو دا هر څۀ وکړل، نو ستاسو ونې به زياتې مېوې ونيسى. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


يو بنى اِسرائيلے به هم وازګه او وينه نۀ شى خوړلے، بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسيږى نو ټول به دا قانون د تل دپاره منى.


بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسيږى، هغوئ دې هيڅکله هم د مارغانو يا د ځناورو وينه نۀ خورى.


”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


بلکې په ليکلو ورته هدايت وکړُو چې بُتانو ته پېش کړے شوې نذرانې او زناکارۍ نه او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د هغې د وينې نه ځان وساتئ.


خو تاسو به د هغې وينه نۀ څښئ، تاسو به خامخا د هغې وينه لکه د اوبو په زمکه تويَوئ.


صِرف هغه غوښه مۀ خورئ چې وينه لا په کښې وى، ځکه چې په وينه کښې ژوندون وى، نو تاسو د غوښې سره ژوندون مۀ خورئ.


خو د دې وينه د خوراک دپاره مۀ استعمالوئ، او خامخا يې د اوبو په شان په زمکه تويَوئ.


نو هغوئ هغه څيزونو له تېز لاړل چې د دشمن نه يې اخستى وُو، څاروى او د څاروو بچى يې راونيول، هم په هغه ځائ يې حلال کړل او هغه غوښه يې وخوړه چې وينه لا په کښې وه.


ساؤل ته ووئيلے شول، ”ګورئ، خلق د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کوى چې هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې ده.“ ساؤل چغه کړه، ”تاسو غدار يئ. دلته يو غټ کاڼے ما له راورغړوئ.“


د هغۀ خِلاف سرکشى د تور جادو په شان خراب کار دے او غرور د بُت پرستۍ هومره ګناه لرى. تا د هغۀ حُکم نامنظوره کړو نو ځکه هغۀ تۀ د بادشاه په توګه نامنظوره کړې يې.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan