25 خو په پينځم کال هغه مېوې خوړے شئ. کۀ تاسو دا هر څۀ وکړل، نو ستاسو ونې به زياتې مېوې ونيسى. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
خپلو د انګورو باغونو ته واپس مۀ ورځئ چې هغه انګور راټول کړئ کوم چې پاتې شوى وى يا غورزېدلى وى، دا غريبانانو او مسافرو ته پرېږدئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
په څلورم کال به ټولې مېوې ما يعنې مالِک خُدائ ته په شکرانه کښې وقف کړئ.
داسې غوښه مۀ خورئ چې وينه لا په کښې وى. فال مۀ ګورئ او کوډې مۀ کوئ.
ستاسو هر يو کس دې د خپل مور او پلار عزت کوى او د سبت ورځ مانځئ، چې څنګه ما حُکم درکړے دے. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
زما نه مۀ اوړئ او د بُتانو عبادت مۀ کوئ، مجسمې مۀ جوړَوئ او مۀ يې عبادت کوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
ترڅو پورې چې تاسو دا نذرانه خُدائ پاک ته نۀ وى راوړې نو تر هغې د نوې غلې روټۍ، وريتې شوې يا کچه دانې مۀ خورئ. په راتلونکى ټولو وختونو کښې ستاسو ټول اولاد به دا اصُول منى.