24 په څلورم کال به ټولې مېوې ما يعنې مالِک خُدائ ته په شکرانه کښې وقف کړئ.
په خپل مال دولت سره د مالِک خُدائ عزت کوه، او د خپل ټول فصل په وړومبۍ مېوې سره.
کله چې تاسو د کنعان مُلک ته ورننوځئ او د مېوې هر قِسم ونه هم وکَرئ، نو داسې وګڼئ چې هغه مېوه د درېو کالو پورې ناپاکه ده. په دې دوران کښې به تاسو هغه نۀ خورئ.
خو په پينځم کال هغه مېوې خوړے شئ. کۀ تاسو دا هر څۀ وکړل، نو ستاسو ونې به زياتې مېوې ونيسى. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
هغوئ به د دې څيزونو نه وړومبۍ برخه اخلى يعنې د غلې، ميو، د زيتُونو تېلو او ستاسو د ګډو د وړو نه.