Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 19:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 او اِمام به د دې سره د پاکوالى کفاره ادا کړى چې د هغه سړى ګناه لرې شى او خُدائ پاک به هغه معاف کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 19:22
7 Iomraidhean Croise  

هغه سړے به د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه يو ګډ راولى،


کله چې تاسو د کنعان مُلک ته ورننوځئ او د مېوې هر قِسم ونه هم وکَرئ، نو داسې وګڼئ چې هغه مېوه د درېو کالو پورې ناپاکه ده. په دې دوران کښې به تاسو هغه نۀ خورئ.


هغه به د دې سخى سره هم هغه شان وکړى لکه څنګه چې هغۀ د ګناه د نذرانې د سخى سره کړى وُو، نو داسې به اِمام د خلقو د ګناه دپاره کفاره ادا کړى او هغوئ به معاف شى.


بيا به هغه د دې ټوله وازګه په قربان‌ګاه باندې وسوزوى، لکه څنګه چې هغه د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور وازګه سوزوى. داسې به اِمام د هغه مشر دپاره د ګناه کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.


بيا به هغه ټوله وازګه ترې نه لرې کړى، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور نه لرې کولے شى او هغه به دا په قربان‌ګاه باندې وسوزوى ځکه چې په مالِک خُدائ دا خوشبو ښۀ لګى. نو داسې به اِمام د هغه کس د ګناه کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.


بيا به هغه د دې ټوله وازګه لرې کړى، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور نه وازګه لرې کيږى او هغه به په اور سوزېدونکې نذرانو سره په قربان‌ګاه باندې وسوزوى کوم چې مالِک خُدائ ته پېش کيږى. داسې به اِمام د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.


کۀ هغه کس ګډه يا چېلۍ نۀ شى اخستلے، نو هغه به د خپلې ګناه په بدل کښې دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې راوړى، يوه به د ګناه د نذرانې دپاره او بله به د سوزېدونکې نذرانې دپاره وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan