21 هغه سړے به د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه يو ګډ راولى،
او اِمام به د دې سره د پاکوالى کفاره ادا کړى چې د هغه سړى ګناه لرې شى او خُدائ پاک به هغه معاف کړى.
کۀ يو کس په غلطۍ سره داسې ګناه وکړى او د هغه قيمت په ورکولو کښې ناکام شى چې کوم مالِک خُدائ ته پېش کول وُو، نو هغه به د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه يو داسې ګډ يا چېلے مالِک خُدائ ته راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. د دې قيمت به د منلے شوى معيار په مطابق مقررولے شى.
کۀ هغه کس ګډه يا چېلۍ نۀ شى اخستلے، نو هغه به د خپلې ګناه په بدل کښې دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې راوړى، يوه به د ګناه د نذرانې دپاره او بله به د سوزېدونکې نذرانې دپاره وى.
مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل.