Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 19:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 زما په حُکمونو عمل کوئ. مختلف قِسمه ځناور مۀ پرېږدئ چې يو بل مال کړى. په يو پټى کښې دوه قِسمه تخم مۀ کَرئ. د دوه قِسمه تار نه جوړې شوې جامې مۀ اغوندئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 19:19
18 Iomraidhean Croise  

د صبعون دوه زامن آيه او عنه وُو. دا هغه عنه دے چې کله هغۀ د خپل پلار خرۀ څرول نو په صحرا کښې يې ګرمې چينې وموندلې.


نو نوکرانو د ابى‌سلوم په خبره عمل وکړو او امنون يې ووژلو. د داؤد باقى نور ټول زامن په خپلو قچرو باندې سوارۀ شول او وتښتېدل.


ابى‌سلوم ناڅاپه د داؤد يو څو سړو سره مِلاو شو. ابى‌سلوم په يو قچر باندې سور وو او قچر د څېړۍ يوې لوئې ونې لاندې ننوتلو، نو د ابى‌سلوم سر په څانګو کښې ونښتو. قچر منډه کړه او ابى‌سلوم په هوا کښې ترې نه ځوړند پاتې شو.


نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”زما د دربار آفسران د ځان سره بوځئ، زما زوئ سليمان دې زما په قچره باندې سور شى او لاندې د جيحون چينې پورې د هغۀ ملګرتيا وکړئ،


تاسو به زما حُکمونه منئ او زما په قانون به عمل کوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


زما ټول قانون او حُکمونه منئ. زۀ مالِک خُدائ يم.“


زما قانون ومنئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او تاسو مقدس کوم.“


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما حُکمونه منئ، زۀ مالِک خُدائ يم.


د مالِک خُدائ ټول قانون او حُکمونه منئ، نو تاسو به هغه مُلک کښې په امن سره اوسېږئ.


عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال هم وفرمائيلو چې، ”هيڅوک هم د نوې چُوغې نه د دې دپاره ټوټه نۀ شلوى چې زړه پرې پيوند کړى. کۀ چرې هغه داسې وکړى نو هغه به په نوې چُوغې کښې سورے وکړى او دا نوې ټوکړه به د زړې سره هيڅ سمون ونۀ خورى.


خو کۀ چرې دا په فضل وى نو بيا دا نور د ښۀ عمل په بنياد نۀ دے، او کۀ نۀ وى، نو فضل بيا نور بې‌مطلبه شو.


بيا موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”نو اوس به تاسو په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ درته ښايم، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.


ما تاسو ته هغه ټول قانون ښودلے دے، کوم چې مالِک خُدائ زما خُدائ پاک ما ته ښودلے دے چې تاسو هغه قانون په هغه مُلک کښې پوره کړئ چې د قبضه کولو دپاره ورباندې حمله کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan