15 د عدالت په فېصلو کښې د بېاِنصافۍ نه کار مۀ اخلئ، چې د يو غريب طرفدارى وکړئ يا د مالدار کس نه يرېږئ، د خپل ګاونډى سره اِنصاف کوئ.
تاسو به د هغۀ طرفدارى کوئ څۀ، تاسو به د خُدائ پاک صفائى کوئ څۀ؟
زۀ به د هيچا طرفدارى نۀ کوم او زۀ به د چا چاپلوسى نۀ کوم.
څوک چې د حکمرانانو طرفدارى نۀ کوى، او د مالدارو خلقو طرفدارى د غريبانانو نه زياته نۀ کوى، ځکه چې ټول هغۀ پېدا کړى دى.
”ترڅو پورې به تاسو په بېاِنصافۍ سره فېصلې کوئ، ترڅو پورې به تاسو د بدکارو طرفدارے کوئ؟
د دې نه علاوه، تۀ يو څو قابل کسان هم خوښ کړه او هغوئ په لسو، پنځوسو، سوونو او زرګونو کسانو باندې مشران مقرر کړه. هغوئ دې داسې سړى وى چې د خُدائ پاک نه يريږى، چې اعتبارى وى او رشوت خوارۀ نۀ وى.
دا ښۀ خبره نۀ ده چې د مجرم طرفدارے وشى يا بېګناه د اِنصاف نه محروم شى.
هوښياران هم داسې وائى، د عدالت کولو په وخت کښې د چا طرفدارى په کار نۀ ده.
خبره کوه او په اِنصاف سره عدالت کوه، د غريب او حاجتمند د حق حِفاظت وکړه.
د ناپ، تول، يا د مِقدار د غلطو حسابونو لګولو په وجه هيڅ څوک مۀ غولوئ.
په ظاهرى صورت فېصله مۀ کوئ بلکې په اِنصاف سره فېصله کوئ.“
په دې پولوس هغۀ ته ووئيل چې، ”خُدائ پاک به تا ووهى، اے مکاره، تۀ ناست يې چې د شريعت په مطابق زما فېصله وکړې، او اوس تۀ د شريعت خلاف زما د وهلو حُکم ورکوې څۀ؟“
په فېصلو کښې د چا طرفدارى مۀ کوئ، د هر چا سره يو شان اِنصاف کوئ، دې خبرې ته مۀ ګورئ چې هغه مالدار دے او کۀ غريب. د هيچا نه مۀ يرېږئ، ځکه چې کومې فېصلې تاسو کوئ هغه د خُدائ پاک د طرف نه وى. کۀ يوه لانجه ستاسو دپاره ډېره مشکله وى نو ما له يې راوړئ چې زۀ يې هواره کړم.
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د معبودانو خُدائ پاک او د مالِکانو مالِک خُدائ دے. هغه لوئ او طاقتور دے، د هغۀ نه يره په کار ده. هغه نۀ د چا طرفدارى کوى او نۀ رشوت اخلى.
هغوئ به په خپلو فېصلو کښې د بېاِنصافۍ نه کار نۀ اخلى، او رشوت دې نۀ اخلى، ځکه چې رشوت هوښيار خلق ړندوى او د صادقانو په خبرو کښې چالاکى پېدا کوى.
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې هغه مسافر، يتيمان او کونډې د خپلو حقُونو نه محرومه کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.