13 خپل ګاونډى مۀ دوکه کوئ او د هغۀ نه غلا مۀ کوئ. د يو مزدور مزدورى تر سحره پورې مۀ ايساروئ.
څوک چې د خپلې فائدې دپاره دوستان دوکه کوى، نو د هغوئ د اولاد سترګې به ړندې شى.
کۀ د دې پېداوار ما بغېر د پېسو نه خوړلے وى، او کۀ ما د دې مالِکان وژلى وى،
لکه چې غلامان د سورى په ارمان وى، او لکه مزدوران د خپلې تنخواه په طمع وى.
غلا مۀ کوئ.
خو کۀ هغه ځنګلى ځناور وژلے وى، نو هغه کس به د هغې پاتې حِصه د ثبوت دپاره راوړى، نو هغۀ له د هغه ځناور د تاوان ورکولو ضرورت نشته کوم چې ځنګلى ځناورو وژلے وى.
خو کۀ دا کار په داسې وخت کښې شوے وى چې مالِک يې حاضر وى، نو هغۀ ته د تاوان ورکولو ضرورت نشته. کۀ ځناور يې په مزدورۍ راوستلے وى، نو هغه به صِرف د مزدورۍ پېسې په تاوان کښې ورکوى.
د يو مسافر سره بد سلوک يا زياتے مۀ کوئ، هغه راياد کړئ چې تاسو په خپله د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ.
کۀ يو کس د بل چا پېسې يا قيمتى څيزونه د امانت په توګه د هغۀ دپاره کېږدى او د هغۀ د کور نه غلا وشى او هغه غل ونيولے شى نو يو په دوه به ترې نه اخستلے شى.
د غلط تول او غلط ناپ دواړو نه مالِک خُدائ نفرت کوى.
د غريبانانو د غريبۍ نه غلطه فائده مۀ اخله، او په عدالت کښې د حاجتمندو حق مۀ خوره.
کۀ چرې تۀ اوس د خپل ګاونډى سره مدد کولے شې، نو ورته مۀ وايه چې، ”سبا راشه چې مدد دې وکړم.“
”افسوس دے په يهويقيم څوک چې په ناجائزه او په زور سره په مزدورانو باندې خپل محل جوړوى، څوک چې په بېاِنصافۍ سره د هغې دېوالونه خېژوى، ځکه چې هغه په خپلو خلقو بغېر پېسو کار کوى. هغه هغوئ ته مزدورى هم نۀ ورکوى.
مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، اِنصاف او صداقت قائم کړئ. څوک چې لوټ شوے وى هغه د ظالم د لاس نه آزاد کړئ. په مسافرو، يتيمانو او کونډو ظلم او زياتے مۀ کوئ او بېګناه وينه په دې ځائ کښې مۀ توئيوئ.
هغه په هيچا باندې ظلم نۀ کوى، او په امانت کښې خيانت نۀ کوى او هغه پوره واپس کوى. هغه غلا نۀ کوى، خو خپل خوراک په غريبانانو تقسيموى او بربنډو له جامې ورکوى.
په تا کښې خلق په پېسو مرګونه کوى، تاسو سود کوئ او ډېره زياته ګټه اخلئ، او د خپلو ګاونډيانو نه ناجائزه ګټه کوئ. تاسو زۀ هېر کړے يم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.
د هغه مُلک خلق زياتے کوى او غلا کوى، هغوئ په غريبانانو او محتاجو خلقو ظلم کوى، او د مسافرو سره بد سلوک کوى او د هغوئ حق نه اِنکار کوى.
کله چې تاسو په خپل وطندار ورور باندې زمکه خرڅوئ يا يې ترې نه اخلئ، نو يو بل له دوکه مۀ ورکوئ.
خپل اِسرائيليان مۀ دوکه کوئ، خو د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک نه يرېږئ. ځکه چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
يا کۀ يو ورک شوے څيز پېدا کړى او د هغې په حقله دروغ ووائى او داسې قسم وخورى چې هغۀ دا نۀ دے موندلے.
”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
چې ماښام شو نو د باغ مالِک خپل ناظر ته ووئيل چې مزدوران راوغواړه او د هغوئ مزدورى ورکړه، د وروستۍ قبيلې نه يې شروع کړه او په وړومبۍ يې ختمه کړه.
تا ته د خُدائ پاک حُکمونه معلوم دى چې، قتل مۀ کوه، زنا مۀ کوه، غلا مۀ کوه، د دروغو ګواهى مۀ کوه، ټګى مۀ کوه او د خپل مور پلار عزت کوه.“
هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”ستاسو دپاره چې څۀ مقرر شوى دى د هغې نه زيات مۀ اخلئ.“
او په دې معامله کښې دې څوک د خپل ورور په حق تجاوز نۀ کوى او نۀ دې د هغۀ سره دوکه کوى. ځکه چې مالِک به هغه ټولو خلقو له سزا ورکړى څوک چې داسې کارونه کوى، لکه څنګه چې مونږ تاسو ته د شروع نه وئيلى وُو او خبردارے مو درکړے وو.
ځکه چې د خُدائ پاک کلام فرمائى چې، ”تاسو د غوبل په وخت کښې د غوَيى خولې ته کوَرے مۀ اچوئ،“ او بل ځائ فرمائى، ”مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دے.“
ګورئ، کومو مزدورانو چې ستاسو په پټو کښې لَو کړے دے، د هغوئ هغه مزدورى چې تاسو په دوکه ايساره کړې ده، چغې وهى او د لَوګرو فرياد ربُ الافواج خُدائ غوږُونو ته رسېدلے دے.