نو په ټوله دُنيا کښې هر يو قوم سره به هم داسې کيږى. صرف لږ خلق به پاتې شى داسې لکه چې د زيتُونو راټولولو نه پس هم لږ پاتې وى او يا د انګورو د راشوکولو نه پس هم په باغ کښې يو څو دانې پاتې وى.
کۀ غلۀ د شپې راشى او تا لوټ کړى، نو هغوئ به تا نه دومره څۀ پټ کړى څومره چې غواړى. کله چې خلق انګور راټولوى نو څۀ نه څۀ ترې نه پاتې شى. خو ستاسو دشمن به تاسو مکمل جارُو کړى.
کله چې تاسو خپل فصل راغونډوئ او چې کوم فصل تاسو رېبلے وى او د هغې نه څۀ درنه پاتې شى نو په هغې پسې واپس مۀ ورځئ، دا به مسافرو، يتيمانو او کونډو دپاره پرېښودلے شى، نو داسې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له په هغه هر کار کښې برکت درکړى چې تاسو يې کوئ.