Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 18:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ چې کوم حُکمونه درکړم په هغې عمل کوئ او د هغه خلقو په رِواجونو پسې مۀ ځئ کوم چې ستاسو نه مخکښې په هغه مُلک کښې اوسېدل، او د هغه غلطو کارونو کولو په وجه خپل ځانونه مۀ ناپاکه کوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 18:30
14 Iomraidhean Croise  

د دې هر څۀ نه بده خبره دا وه چې هلته سړى او ښځې وې چې د غېرو قومونو د عبادت په ځايونو کښې يې کنجرتوب کولو. د يهوداه خلقو هغه ټول حرام کارونه وکړل کوم چې هغه خلقو کول څوک چې مالِک خُدائ په هغه وخت شړلى وُو چې کله بنى اِسرائيليان په مُلک کښې مخ په وړاندې تلل.


هغۀ ډېر د بې‌شرمۍ ګناهونه وکړل چې د بُتانو عبادت يې وکړو، لکه څنګه چې اموريانو کړى وُو، کوم چې مالِک خُدائ په هغه وخت کښې د هغه مُلک نه شړلى وُو چې بنى اِسرائيل مخ په وړاندې تلل.


کله چې دا هر څۀ وشول نو د بنى اِسرائيلو څۀ مشران راغلل او ما ته يې ووئيل چې خلقو، اِمامانو او ليويانو خپل ځانونه د ګاونډى مُلکونو يعنې عمون، موآب، مِصر، کنعان، حِتى، فرزى، يبوس او امورى مُلک د خلقو نه جدا نۀ ساتل. دوئ هم هغه حرام کارونه کول چې کوم هغه خلقو کول.


تاسو ته پته ده چې هر څوک دا حرام کارونه وکړى نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.“


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،


د هغه خلقو په رِواجونو پسې مۀ ځئ کوم چې هلته اوسيږى، هغه غېرقومونه به ترې نه وباسم نو تاسو به هغه مُلک ته ورننوځئ. زۀ د هغوئ د ټولو بدو عملونو په وجه د هغوئ نه کرکه کوم.


ټول اِمامان به هغه اصُول منى کوم چې ما ښودلى دى. ګنې، هغوئ به ګناهګار شى او مړۀ به شى، ځکه چې هغوئ مقدسو اصُولو ته سپک کتلى دى. زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ هغوئ مقدس کوم.


مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ او د هغۀ ټولې مطالبې، اصُول، قانون او حُکمونه منئ.


پام کوئ چې کله مالِک خُدائ هغه قومونه تباه کړى، نو چې د هغوئ په عبادت او رسمونو کښې راګېر نۀ شئ چې هغه ومنئ، ځکه هغه به ستاسو دپاره يو دام وى. د دې معلومولو کوشش مۀ کوئ چې هغوئ د خپلو معبودانو عبادت څنګه کوى، چې تاسو هم هغه شان عبادت وکړئ.


د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت هغه شان مۀ کوئ چې څنګه هغوئ د خپلو معبودانو عبادت کوى، ځکه چې هغوئ د خپلو معبودانو په عبادت کښې ټول هغه حرام کارونه کوى چې مالِک خُدائ ترې نه نفرت کوى. تر دې پورې چې هغوئ په اور کښې خپل بچى هم قربانى کوى.


ما د هغې لاش يوړو، ټوټې ټوټې مې کړو او يوه يوه ټوټه مې د بنى اِسرائيلو دولسو قبيلو ته ولېږله. دې خلقو په مونږ کښې سپک او شرمناک کار کړے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan