Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 18:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 تاسو هغه شان کارونه مۀ کوئ څنګه چې د مِصر د مُلک خلقو کول، چرته چې تاسو اوسېدلئ او تاسو هغه شان کار هم مۀ کوئ څنګه چې د کنعان خلق يې کوى، چرته چې زۀ تاسو بوځم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 18:3
15 Iomraidhean Croise  

او د هغه خلقو رِواجونه يې خپل کړل چې مالِک خُدائ په هغه وخت شړلى وُو چې اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل او چې د اِسرائيل بادشاهانو کوم رِواجونه شروع کړى وُو نو هغه يې هم خپل کړل.


خو د دې په ځائ هغوئ هم په قومونو کښې ورګډ شول او د هغوئ رِواجونه يې خپل کړل.


د هغوئ معبودانو ته سجده مۀ لګوئ او مۀ يې عبادت کوئ او د هغوئ طريقې مۀ خپلوئ او د هغوئ بُتان مات کړئ او د هغوئ د کاڼو مقدسې ستنې وغورزوئ.


هغې هغه کنجرتوب پرې نۀ ښودو چې په مِصر کښې يې شروع کړے وو، کله چې د هغې د پېغلتوب په دوران کښې سړى د هغې سره څملاستل او د هغې سينو سره يې لوبې وکړې او خپل شوق يې په هغې پوره کړو.


د هغه خلقو په رِواجونو پسې مۀ ځئ کوم چې هلته اوسيږى، هغه غېرقومونه به ترې نه وباسم نو تاسو به هغه مُلک ته ورننوځئ. زۀ د هغوئ د ټولو بدو عملونو په وجه د هغوئ نه کرکه کوم.


خپل ځان د دې موجوده دُنيا په شان مۀ جوړَوئ، بلکې خُدائ پاک له دا موقع ورکړئ چې ستاسو زاړۀ خيالونه بدل کړى. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې د خُدائ پاک رضا څۀ ده او دا به وپېژنئ چې څۀ ښۀ او قبلېدونکى او کامِل دى.


د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت هغه شان مۀ کوئ لکه څنګه يې چې هغوئ کوى.


تاسو د هغوئ مردار بُتان وليدل چې د لرګى، کاڼى، سپينو زرو او سرو زرو نه جوړ وُو.


کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغوئ ستاسو دپاره د هغه مُلک نه وباسى، نو په خپل زړۀ کښې داسې مۀ وايئ چې ګنې تاسو نېک خلق يئ او د دې دپاره يې راوستلئ چې دا مُلک ستاسو شى. داسې نۀ ده، مالِک خُدائ دا خلق ستاسو دپاره ځکه وباسى چې هغوئ بدکاره دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan