28 نو هغه مُلک به تاسو نۀ شړى، لکه چې څنګه يې غېرقومونه وشړل کوم چې ستاسو نه مخکښې هلته اوسېدل.
د صيون نه د ژړا آوازونه اورېدلے کيږى چې وائى، ”واى، واى، مونږه څنګه تباه شُو او په شرمونو وشرمېدو. مونږ مُلک پرېښودو ته مجبوره شوى يُو، ځکه چې زمونږ کورونه تباه شوى دى.“
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې خلق ستا په حقله وائى چې تۀ خلق لواړ تېروې او خپل قوم د هغوئ د ماشومانو نه محروموې،
”اے بنى آدمه، کله چې د بنى اِسرائيلو خلق په خپل مُلک کښې اوسېدل، هغوئ هغه په خپل عمل او چال چلن سره پليت کړو. د هغوئ چال چلن زما په وړاندې لکه د ښځو د مياشتنۍ بيمارۍ په شان ناپاکه وو.
د هغوئ عملونو هغه مُلک ناپاک کړو او مالِک خُدائ هغه مُلک له سزا ورکړه چې خپل اوسېدونکى وشړى.
تاسو ته پته ده چې هر څوک دا حرام کارونه وکړى نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.“
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما ټول قانون او حُکمونه ومنئ، نو داسې د کنعان مُلک نه به ونۀ شړلے شئ کوم مُلک له چې زۀ تاسو راولم.
مونږ په دې پوهه شو چې ټول کائنات تر اوسه پورې د ماشوم د زيږېدو د درد په شان زبيرګى کوى.
نو چونکې نۀ خو تۀ ګرم يې او نۀ يخ، بلکې تړم يې، زۀ به تا د خپلې خولې نه وتُوکم.