Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 18:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26-27 هغوئ دا ټول حرام کارونه وکړل او هغه مُلک يې ناپاک کړو، خو چې تاسو داسې ونۀ کړئ. کۀ هغه اِسرائيلے وى يا د پردى مُلک کس چې ستاسو سره اوسيږى، نو تاسو ټول به د مالِک خُدائ په قانون او حُکمونو عمل کوئ،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 18:26
16 Iomraidhean Croise  

د دې هر څۀ نه بده خبره دا وه چې هلته سړى او ښځې وې چې د غېرو قومونو د عبادت په ځايونو کښې يې کنجرتوب کولو. د يهوداه خلقو هغه ټول حرام کارونه وکړل کوم چې هغه خلقو کول څوک چې مالِک خُدائ په هغه وخت شړلى وُو چې کله بنى اِسرائيليان په مُلک کښې مخ په وړاندې تلل.


هر يو اِسرائيلے يا د بل مُلک کس چې د هغوئ سره اوسيږى کۀ هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې وى، نو مالِک خُدائ به د هغۀ خِلاف شى او هغه به نور د هغۀ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.


يو اِسرائيلے يا د پردى مُلک هر يو کس چې د هغوئ سره اوسيږى چې هغه يوه سوزېدونکې نذرانه يا بله څۀ قربانى پېش کوى


د هغوئ عملونو هغه مُلک ناپاک کړو او مالِک خُدائ هغه مُلک له سزا ورکړه چې خپل اوسېدونکى وشړى.


او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ چې کوم حُکمونه درکړم په هغې عمل کوئ او د هغه خلقو په رِواجونو پسې مۀ ځئ کوم چې ستاسو نه مخکښې په هغه مُلک کښې اوسېدل، او د هغه غلطو کارونو کولو په وجه خپل ځانونه مۀ ناپاکه کوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.“


تاسو زما په شريعت او حُکمونو عمل کوئ، هر څوک چې پرې عمل کوى نو هغوئ به د دې په سبب پائى. زۀ مالِک خُدائ يم.


نو هغۀ جواب ورکړو، ”نه، بختور هغه دى څوک چې د خُدائ پاک کلام اورى او عمل پرې کوى.“


خو د ښې زمکې مِثال د هغه چا دے څوک چې په ښۀ او پاک زړۀ سره کلام واورى او پرې مضبوط شى او په دې د صبر مېوه راوړى.


کۀ تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به زما په حُکمونو عمل کوئ.


تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ.


هغه هر څۀ کوئ چې ما يې حُکم درکړے دے، په دې کښې مۀ څۀ کموئ او مۀ څۀ زياتوئ.


د هغۀ ټول قانون ومنئ کوم چې نن ما تاسو له درکړے دے، نو ستاسو او ستاسو د اولاد به هر کار سم وى. په هغه مُلک کښې به اوسېږئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک همېشه دپاره تاسو له درکوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan