Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 18:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 د هغوئ عملونو هغه مُلک ناپاک کړو او مالِک خُدائ هغه مُلک له سزا ورکړه چې خپل اوسېدونکى وشړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 18:25
25 Iomraidhean Croise  

هغۀ ډېر د بې‌شرمۍ ګناهونه وکړل چې د بُتانو عبادت يې وکړو، لکه څنګه چې اموريانو کړى وُو، کوم چې مالِک خُدائ په هغه وخت کښې د هغه مُلک نه شړلى وُو چې بنى اِسرائيل مخ په وړاندې تلل.


هغه حُکمونه کوم چې تا مونږ له د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه راکړى وُو. هغوئ مونږ ته ووئيل چې مونږ د کوم مُلک قبضه کولو له روان يُو هغه مُلک د هغه خلقو د بد عملى په وجه ناپاک وو کوم چې په کښې اوسېدل او هغوئ دا د يو سر نه تر بله سر پورې د بې‌شرمۍ او حرام کارونو نه ډک کړے وو.


دوئ بې‌ګناه وينې توئ کړې د خپلو لوڼو او زامنو وينې يې توئ کړې، کوم چې د کنعان بُتانو ته دوئ قربانى کړل، د هغوئ د وينې په وجه هغه مُلک ناپاک شو.


نو زۀ به بيا د دوئ د ګناهونو په وجه دوئ ته په چوکې سره سزا ورکړم، او د دوئ د ګناهونو په وجه به دوئ ته په کوړو سزا ورکړم.


خلقو دُنيا پليته کړې ده ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک قانون مات کړے دے او هغه لوظ يې مات کړے دے کوم يې چې د همېشه دپاره ورسره کړے وو.


وګورئ، مالِک خُدائ په آسمان کښې د خپل اوسېدو ځائ نه راروان دے چې د زمکې خلقو له د هغوئ د ګناه په وجه سزا ورکړى. کومه وينه چې په زمکه باندې تويه شوې وه نو هغه به راښکاره کړے شى او چې څوک وژلى شوى وى نو زمکه به يې نۀ پټوى.


نو مالِک خُدائ د دې خلقو په حقله فرمائى، ”د دوئ ډېر زيات دا خوښېدل چې فضول وګرځى او زما نه واوړى او په خپل ځان يې قابو نۀ وُو. نو ځکه زۀ د دوئ نه راضى نۀ يم. او د دوئ ګناهونه به راته ياد وى، او سزا به ورله ورکړم.“


زۀ به هغوئ له د خپلو ګناهونو او حرامو کارونو بدله يو په دوه ورکړم، ځکه چې هغوئ د بې‌ساه شکلونو او نفرت آميزه بُتانو په وجه زما موروثى مُلک پليت کړے دے.“


ما تاسو د باغونو نه ډک او زرخيزه مُلک ته راوستلئ چې د دې د مېوو او د نورو ښو څيزونو نه خوند واخلئ. خو کله چې تاسو په هغه مُلک کښې ورداخل شوئ نو هغه تاسو په ګناه سره پليت کړو او په دې وجه مو زما ميراثى مُلک قابل نفرت وګرځولو.


نو ځکه مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، دې شپونکو ته فرمائى چې، ”تاسو زما رمې خورې ورې کړې او د خپل ځان نه مو لرې شړلې دى او د هغوئ مو ښۀ خيال نۀ دے ساتلے، زۀ به تاسو له د دې بد کار سزا درکړم، مالِک خُدائ فرمائى.


نو مالِک خُدائ فرمائى چې، آيا زۀ دوئ ته په دې بدو کارونو کولو سره سزا ورنۀ کړم څۀ؟ او د داسې قوم نه بدله وانۀ خلم څۀ؟


مالِک خُدائ فرمائى، ”ولې زۀ دوئ ته د دې بې‌شرمه کارونو په وجه سزا ورنۀ کړم څۀ؟ او ولې د داسې قوم نه بدله وانۀ خلم څۀ؟


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”آيا زۀ دوئ ته د دې بدو کارونو سزا ورنۀ کړم څۀ؟ آيا د داسې قوم نه بدله خپله وانۀ خلم څۀ؟


زۀ به هغې له د هغه ورځو په وجه سزا ورکړم کله چې هغې زۀ هېر کړم او بعل ته به يې خوشبويۍ سوزولې او والۍ او کالى به يې واچول او په خپلو عاشقانو پسې به روانه وه. مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.


هغوئ ما ته قربانۍ پېش کوى او د قربانۍ غوښې خورى. خو زۀ، مالِک خُدائ د هغوئ نه رضا نۀ يم، ما ته به د هغوئ ګناهونه ياد وى او سزا به ورته ورکړم، او هغوئ به مِصر ته واپس ځى.


هغوئ په خپله بدعملۍ کښې دومره ککړ شوى دى لکه چې هغوئ ډېره موده مخکښې په جبعه کښې په بدعملۍ کښې ککړ شوى وُو. خُدائ پاک ته به د هغوئ ګناهونه ياد وى او سزا به ورته ورکړى.


هغوئ دا ټول حرام کارونه وکړل او هغه مُلک يې ناپاک کړو، خو چې تاسو داسې ونۀ کړئ. کۀ هغه اِسرائيلے وى يا د پردى مُلک کس چې ستاسو سره اوسيږى، نو تاسو ټول به د مالِک خُدائ په قانون او حُکمونو عمل کوئ،


نو هغه مُلک به تاسو نۀ شړى، لکه چې څنګه يې غېرقومونه وشړل کوم چې ستاسو نه مخکښې هلته اوسېدل.


مونږ په دې پوهه شو چې ټول کائنات تر اوسه پورې د ماشوم د زيږېدو د درد په شان زبيرګى کوى.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د هغه خلقو نه کرکه کوى څوک چې دا حرام کارونه کوى، نو ځکه مالِک خُدائ به هغه قومونه وشړى چې تاسو مخ په وړاندې ځئ.


نو هغه دې د شپې هلته نۀ شى پرېښودلے. هغه دې خامخا هم په هغه ورځ ښخ کړے شى، ځکه چې يو داسې مړے چې په ونه کښې ځوړند وى هغه په مُلک باندې د خُدائ پاک لعنت راولى. هغه مړے ښخ کړئ، نو تاسو به هغه مُلک پليت نۀ کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له په ميراث کښې درکوى.


په دې وجه نۀ چې تاسو نېک عمله او ښۀ خلق يئ خو مالِک خُدائ تاسو پرېږدى چې د هغوئ مُلک ونيسئ. هغه به هغوئ وشړى ځکه چې هغوئ بدعمله خلق دى او د هغۀ اراده دا ده چې ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، او يعقوب سره يې کومه وعده کړې وه هغه پوره کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan