نو زۀ به خپل خلق بنى اِسرائيليان د هغه مُلک نه لرې کړم کوم چې ما ورکړے دے. او زۀ به دا کور هم پرېږدم چې ما د خپل عبادت دپاره مقدس کړے دے. ټول قومونه به د بنى اِسرائيلو په مُلک پورې خندا کوى او سپک به ورته ګورى.
په دې وجه نۀ چې تاسو نېک عمله او ښۀ خلق يئ خو مالِک خُدائ تاسو پرېږدى چې د هغوئ مُلک ونيسئ. هغه به هغوئ وشړى ځکه چې هغوئ بدعمله خلق دى او د هغۀ اراده دا ده چې ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، او يعقوب سره يې کومه وعده کړې وه هغه پوره کړى.
د بنى اِسرائيلو لسمه برخه سړى به لښکر له خوراک رسوى او نور به لاړ شى چې د جبعې نه د دې بېشرمه کار بدل واخلى چې هغوئ د بنى اِسرائيل په مُلک کښې کړے دے.“