Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 18:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 د بل سړى د ښځې سره مۀ څملئ، د هغې په وجه به تاسو ناپاک شئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 18:20
17 Iomraidhean Croise  

کله چې د ماتم وخت تېر شو، داؤد هغه راوغوښتله چې محل ته راشى، نو هغه يې ښځه شوه او يو زوئ يې ترې نه پېدا شو. خو چې داؤد کوم عمل کړے وو په هغې باندې مالِک خُدائ نارضا وو.


د هغوئ په ښائست خپل زړۀ مۀ بائيله، او نۀ چې د هغې سترګې وهل تا راګېر کړى.


نۀ هغه د غرونو دپاسه په بُت‌خانو کښې خوراک کوى او نۀ د بنى اِسرائيلو د قوم د بُتانو عبادت کوى او نۀ هغۀ د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا کوى، او نۀ د ماهوارۍ په دوران کښې د ښځې سره کوروالے کوى.


کۀ يو سړے د بل سړى د ښځې سره زنا وکړى نو دوئ دواړه به وژلے شى.


”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


تاسو وايئ چې زنا مۀ کوئ، نو بيا ولې تاسو په خپله زنا کوئ؟ تاسو چې بُتان پليت ګڼئ، نو بيا ولې تاسو بُت‌خانې لوټ کوئ؟


ولې تاسو په دې خبر نۀ يئ چې بدکاران به د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان نۀ شى؟ ځان مۀ دوکه کوئ، نۀ به حرام کار، نۀ بُت پرست، نۀ زناکار، نۀ بچه بازان،


نو د ګناه د فطرت کارونه خو ښکاره دى، يعنې زنا، ناپاکى، عياشى،


کۀ يو سړے د بل سړى د ښځې سره په زنا کولو ونيولے شى، نو هغوئ دواړه به وژلے شى، نو چې تاسو د اِسرائيل مُلک د دې بدکارۍ نه خلاص کړئ.


فرض کړئ چې يو سړے په پټو کښې د يوې داسې ښځې بې‌عزتى وکړى چې د هغې کوژدن د بل چا سره شوې وى. نو صِرف هغه سړے به وژلے شى،


په کار دى چې ټول د وادۀ احترام وکړى، او ښځه او خاوند دې د يو بل سره وفادار پاتې شى ځکه چې خُدائ پاک به په خپله د حرامکارو زناکارو عدالت کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan